د سپورټ کولو ګټې
نن غواړم دا تاسو ته زیاته کړم هغه کلیمه چې مونږ ټولو په خپلو خبرو کې ډېر کارو هغه سپورټ دی چې موږ یې متاسفانه یواځي د خپل د وزن د کموالی لپاره ترې کار اخلو.
خو دا یو غلط فکر او یو غلط عرف دی چې زموږ په ټولنه کې پرمختګ کړي.
نن باید ووایو چې سپورټ هغه ګټه لري او هغه امراض له مینځه وړي چې ډېرې خلک د دغو امراض د مینځه وړلو لپاره له ډېرودرمل څخه کار اخلي.
د سپورټ ګټې:
په اونۍ کې له ۲۰ څخه تر ۳۰ دقیقو پورې سپورټ کول تاسو سره مرسته کوي چې ټول اونۍ ارام خوب ولري.
سپورټ هغه عمل دي چې د ناڅاپې مرګ او همدارنګه د انسان د ژر زړوالې مخ نیسې: منظم سپورټ ستاسو د بدن غړي پیاوړي کوي او ستاسو بدن سالم او برابر ساتۍ او د زړه د ناروغۍ څخه مخنیوی کوی.
سپورټ کولای شي هډوکې، مفصلونه او د بدن نور غړي سالم وساتي: د انسان د عمر په لوړیدو سره د هډوکو قوت او مفصلونه له کمزورۍ سره مخ کیږي. خو منظم سپورت یو له هغو لارو څخه ده چې دا ستونزي را کمي کړي او منظم سپورټ له تاسو سره مرسته کوي تر څو ستاسو هډوکې او مفصلونه خپل حالت په ښه توګه وساتي.
سپورټ کولای شي اعتماد په نفس او تاسی ته ارام ذهن در بخښي پیاوړی کړي: سپورټ اعتماد په نفس باندي پیاوړی کوي ښه صحت او ارامه ذهن رامنځ ت کوي.
هغه پایله چې تر اوسه له سپورټي تمرینونو څخه لاسته راغلي ډیری له هغو ناروغیو لکه د زړه ناروغۍ، د وینې فشار، د هډوکو ضعیف والی، شکر، چاغوالی، لوړ کلسټرول، د سینو سرطان، د زړه حمله او د مفاصلو پړسیدل مخنوی کوي.
وروستي