راشه نسيمه دوطن ووايه

 
زماوطنه په تا څه شوي دي
کوموبدرنګوپه نظرکړې راته
مادې لا زوړ زخم ګنډلی نه دی
په وینوسوربیاستمګرکړې راته

دا څڅوي چې ستا غمجنې اوښکې
دغـــــه په زړونوکــــــــې کرم نلري
چې يې په قدراومعناپوهیږي
هغه نازک زړونه يې زغم نلري

څوک دباروتوددوزخ له لارې
دتا تنکي زامن جنت ته بیایي
چا دي تړلي دغربت په ځنځیر
په څو پیسو يې اسارت ته بیایي

راشه نسیمه دوطن ووایه
ګرزي هم اوس په سروګلونوپیغلې
اوس پرې بړبوکې دباروتو څرخي
که کړي اتڼ په درمندونوپیغلې

ځوانان په عیدکې اوس هګۍ جنګوي
که لا تر اوسه جنګوي سرونه
پیغلې ګودر که هدیروته درومي
وهي چمبې او که وهي سرونه

اورم چې یوه جنازه قبرته ځي
پسې روانې کړي بمونه نورې
دتبۍ خټې دمړه زوی دڅلې
خیښتې په وینوکړي دبوري مورې

لمسون دبل ټوپک پردی دی دلته
خو بهومونږه سیلاب دوینو
دروغې جوړې پل له کومه راوړو
زمونږ په منځ کې دی دریاب دوینو

خیال د(حسن) به غزلیز ځنګه شي
چې ستا اروا له اندیښنو ډکه ده
چیرته نغمې دزندګي وکري
ستا چې لمن له هدیرو ډکه ده
 
ډاکتر حسن-لندن