
محمد امين کټوازی
د پاکستان د فوځ د څار اداره يا (انټر-سرویسز-انټیلیجنس )چه د ای ایس ایم په نوم مشهوره دا د پاکستان د د جوړښتنه یو کال روسته په سنه ۱۹۴۸ د پوځ د کنترول په خاطر منځ ته راغله .د وخت په تیرو دو سر دی اداری ته نور سلاحيت او نوي پالسي ورکړای شوې .ای ایس ای د جنرال ایوب خان په دوره کې له ۱۹۵۰ تر ۱۹۶۰ پوره د انګریز په ملاټړ لا قوی شوه او د پاکستان په ساست کې د عسکری جنرالانو حمایت کاوو او قدرت تی رسول . اود همدی سیاسې جنرالانو د لاری نې په حکومت کې پټ حکومت جوړ کوو.چه تروسه د هم دی پټ حکومت له لاری خپلې توره پالسې پر مخ بیاې .د ای-ایس-ای وسني مشر جنرال احمد شجاع¹ پادشاه دۍ چې له کال۲۰۰۸ را پدي خوا په هم دي دنده باندی بوخت دی .
د ای-ایس-ای مشر د دوه کالو د پاره د پاکستان د صدراعظم له خوا ټاکل کیږی ( د کابل د کنفرانس په محال حامد کرزی او امریکایانو اعلان وکړ چه د۲۰۱۴ نه روسته ټولي غربي قواي به دافغانستان نه وځی نو د پاکستان صدراعظم د ای-ایس-ای د مشر دنده یو کال اود لوی درستیز دندېې دری کاله نوره هم وغځه وله )
د ای-ایس-ای ټول پام د هندوستان په لوري وو ،ای-ایس-ای او د پاکستان سیاستمداران په دي پوهې دي چه په میدان د هندوستان د تاقط مقابله نشي کولاي نو ، ای -ایس-ای د اسلام ناره لاندی غریب او بی عیلمه خلګو په لټه کی شول ، د هندوستان پر ضدي کافۍ کار وکړ، خپلو پالسيو د پر مخوړلو د پاره یې اسلامی ګروپونه یا په بله وینا یو اسلامی فوځ یې د عسکری فوځ تر ځنګ تیار کړ .
د پاکستان فوځ په ۱۹۷۱ کې د بنګدیش پر خلاف په جنګ واوښت ، بنګلدیش هغه وخت د پاکستان یو حیصه وه، دا چه بنګلدیش یو اسلامی هواد دی نو د اسلامي ګروپونه یې ونشوای جنګوالاې .هغه و چه پاکستان ماته وخوړه او بنګلدیش ځني جلا شو.
ای -ایس-ای خپل اسلامي جوړ کړي فوځ کشمر ته ولیږو چه تاریخ د ای-ایس-ای په کامیابي او د ازاد کشمر په غولامی شاهیدی ورکوی .ای-ایس-ای په منطقه او نړي کې دد ګانډو هوادو په چارو کی لاسهونه کوی او د ګاونډی هوادو مخالفین پالی .
د دادود خان د حکومت په محال د افغانستان د حکومت مخالف احمدشاه مسعود پاکستان ته پنا ور وړه او د افغان حکومت پر خلاف د مسلحه مبارزې د مرستې غوښتنه وکړه ، دا چه پاکستان د دادود خان له حکومت نه په ویره کوو ، نوپاکستان د همدغسې خلګو په لټه کې وو تر ځو د داودخان ټولواک حکومت دبغاوتګرو له لاري تر ستونې ونسی .
د ای-ایس-ای یو پخوانی مامور جنرال نصرالله بابر د احمدشاه مسعود تربیت او مسلحه کیدلې په غاړه واخیست ،چه ورسته پیښی ټولو افغانانو ته څرګندي دی.
د روسانو په تجاوز سره افغانانو د روسان پر ضدی جګړه شروع کړ، ای-ایس-ای ته خدای ښه موقع پلاس ور کړ نو د افغانانو له منځ ني رهبران ځان ته خپل کړ او د افغانستان د جګړی ترتیب اولارښونه یې پلاس واخیست ، افغانان د روسان په جګړه اخته وو ، مګر ای-ایس-ای د قوماندانانو پر منځ کي د افغانستان د ویش او ټوټی کیدو په استراتیژې کار کاوو . چه د نجیب د حکومت ړنګیدودو سره حالات ستاسو لوستنو په یاد دی.
ای-ایس-ای افغانستان یو ناروغه هواد جوړ کړه ، چه دا ناروغي د امریکا تر حملي پور د افغانستان په وجود کې شتون درلود .د امرکې په حملي سره افغانستان یو ځلی بیا سر پورته کړه چه دا حالت پاکستان د منلو او زغم وړ نو .
د افغانانو په وژنه او د ټول هواد په ورانې یو ځلي بیا شروع وکړه او لا تر وسه دوام لری ،
دای -ایس-ای لاسوهنو شواهد او مستند اسناد د هر افغان په دماغ او زړه کې ځاې لري
خو د افغانستان دښمنو هوادو د افغان دا غږ ندي اوریدلي .
خو پدي روستوو کي د غرب یو مشهوري انټرنیټې پاڼی (ویکی لیکس )په ۵ کالو کې د ای-ایس-ای ټولي او څرګنده لاسوهنې نړوالو ته بیان کړي .بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون له هند څخه د لیدنې پر مهال وویل، پاکستان باید پرې نه ښودل شي چې ترورېزم له دغه هیواده هند، افغانستان یا د نړۍ بلې سیمې ته صادر شي
. په روانه ونیکي د افغانستان ولسمشر هم په نړه والو غږ وکړ چه دافغانستان د خاوری نه هغه خوا کمپونه له منځه یوسې ، یو ونی مخکې په افغانستان کې د امریکاې قواو لو قوماندان هم پاکستان په نښه کړ او وویل چه دطالیبانو په نامو خلګ د سرحد نه هغخوا را لیږل کیږي .
دی ټولو حالاتو ته پام سره آیا په رښتا هم په ای-ایس-ای حلقه د تنګېدو په حال کي د، که د افغانانو پر ضد یو بله ډرامه پیل کږی، شیړونکې داسي هم واي چه ای-ایس-ای د ا ټول اسناد دوی په خپل لاس غربی ورځپاڼو ته په ور کړی تر ځو دا نړي والو ته وښې چه د افغانستان د حل لاره له ای-ایس-ای سر دی .
د پاکستان د چارواکو له بیانو نه خو دا سي ځرګندیږی چه ډیر ژر به د حامد کرزي ځرکندونو ته ځواب ورکړی .چه پاکستان په ځرنګه ځواب ورکړی دا وخت وښې ، مګر په تیر محال کي هم پاکستان د افغانانو په وژنه ، په بمو او ورانې ځواب ورکړي
محمد امین کټوازي
هالينډ