
یو کال مخکې مې په انترنت کې دیوه افغان لیکوال په قلم یو مضمون ولوست چې په هغه کې یې په افغانستان کې دناتو او دمتحده ایالتونو دماتې وړاندوینه کړې وه او یو شمېر دلایل یې وړاندې کړی وه هغه وخت ماته ښکاره شوه چې دالیکنه هسې خو ب او خیال دی ، څه ډول کیدلای شی دناټو په شان ستر پوځی ځواک او دغه را ز دمتحده ایالتونو په څیر زبر ځواک له ماتې او ټوټه کېدو سره مخامخ وی. سره له دې چې یوه روسی کارپوه هم ورته وړاندوینه کړې وه او هغه دوه زره لسم کال دامتحده ایالتونه دټوټه کېدو کال ښوولی وو او په پورته یاده شوې لیکنه کې هم استناد پرې شوی وو خو په عمومی نظر ځکه ناسم ښکارېده چې داسې ځانګړې عوامل نه ترسترګو کیدل چې ۴۶ ملکونه دی په یوه کوچنی افغانستان کې له داسې برخلیک سره مخامخ شي او په تیره بیا متحده ایالتونه چې دنړۍ پر سر ستر اقتصادی او پوځي طاقت دی.
خو پېښې داسې مېنځته راغلی چې جوتوی که دهمدې کال ترپایه دا وړاندوینې ريښتیا نه خیژی نو په راتلونکو څو کلونو کې یې قوی احتمال شته. او په دې خبر کلک دلیل هم پروسږ کال دافغانستان دقضیې پرسره دهالند دحکومت له مېنځه تلل و چې دادی نن داګست دمېاشتې په لومړی نېټه یې له افغانستان څخه دپوځونو دوتلو پیل هم دی.
ناټو داسې پوځی تړون دی چې دوارسا په وړاندې مېنځته راغی او بیا وروسته نو ره ځواکمن شو اودوارسا له مېنځته راتلو بیاهم په خپل حال پاتې شوی په دې تړون کې دیوه هیواد نه شاملیدل او له هغه نه وتل به دټولو نورو غړو لپاره یو پېلامه شی.
وروستیو پېښو وښودله چې ناټو او غړی هیوادونه یې په افغانستان کې له ډېرو کلکو ستونزو سره مخامخ دی . دآلمان هیواد جمهور رییس ، ددفاع وزیر ، لوی درستیر او نور پوځی مشران دافغانستان دقضایاو پرسر لری شول. بوش او بلیر او ګوندونویې یعنی دجمهوری خوا ګوند او دکارګر ګوند دواړو واک په خپلو هیوادونو کې له لاسه ورکړ، کوریا خپل عسکر دفشار له کبله وویستل، جاپان خپل دتیلو ورکول ناټو قوتونو ته بند کړل، دنړۍ په کچه اقتصادی کړکیچ رامېنځته شو، دناټو غړو هیوادونو کې ډېرافغانستان او عراق جګړو کې ګډون لرونکو پوځیانو یا ځان وژنې کړی یاهم په اروایی ناروغیو اخته شوی اویاهم له کورنیو ستونزو سره لاس او ګریوان ، له دوه زره نه زیاتو پوځیانو په افغانستان کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، په لسګونو زره ټپیان شول، او په میلیاردونو ډالرو اقتصادی زیانونه دغو هیوادونو ته ورواوښتل له دیو ایو شمیرډیرو نورو تاوانوو سره سره دهالند هیواد دولت ړنګ شو او دادی نن یی چې له افغانستانه یې دپوځیانو دوتلو ورځ ده تراوسه یې شپږ څلویښت خپل پوځیان دیوه مشر جنرال دزوی په ګډون په افغانستان کې په جګړه کې له لاسه ورکړی یو سلو شپږ څلویښت تنه یی ټپیان شوی دی . شنونونکی په دې اند دی چې همدا دناټو دپوځی ځواک دوتو او ماتو پیلامه ده او راتلونکی کې به ټول ووځي خو هالند بختور دی چې یوازې یې
یودولت ړنګ شو او دیو څه تلفاتو په زغملو سره دادی روغ ووت دنورو وتلو ضایعات لا معلوم نه دی او وخت به داڅرګنده کړی.
پېښې داسې ښیی چی نورو نو دناتو هغه یووالی له مېنځه تللی او دپايښت له پاره کومه انګیزه نه لری، هرڅوک په خپل سر اخته دی او له افغانستانه دخپلو وتو اعلانونه کوی. کاناډا ویلی چی په ۲۰۱۱ کال کې به له افغانستانه خپل پوځیان باسی ، امریکې دهمدې کال دجولای میاشت دخپلو پوځیانو دوتلو دپیل نېټه اعلان کړې، انګلستان بیا ۲۰۱۴ کال ددغه هیواد دټولو پوځیانو دوتلو کال اعلان کړی ، او هم نورو هیوادونو ورته خبری کړی دی.
که چېری هالند دارزګان له ولایت نه خپلې پښې سپکوی کوم ځای چې ویل کیږی دملامحمد عمر زوکړه هملته شوې او ځای یی امریکایی او استرالیایی پوځیان نیسی ، کانادا بل کال له کندهار نه چې دطالبانو دځواک مرکزی سیمه ده ووځی او ځای امریکایانو ته خوشی کړی او انګریز بیا دری کاله وروسته له هلمندنه چې دسترو جګړو ډګر دی ووځی بیانو نه پوهیږو چې ناټو به چیری پاتی وی او څه به کوی ؟ څرګنده ده هغه موخې چې دغو ځواکونو غوښتې لاسته نه دی راوړی بلکی لایی هم خپل دښمن پیاوړی کړی او په مقابل کی یې په مقاومت کې دلومړیو وختونو په پرتله څوبرابره زیاتوالی راغلی دی نو څرګنده ده چې دا وتل او دوتلو اعلان دڅرګندې ماتې په مانا ده . او له وتلو ورسته به هم نړی او هم دهمدغو هیوادونو خلک هرومرو پوښتنه چې زموږ دادومره کسان او دادومره پسې دڅه دپاره ولګول شوی او پایله یې څه وه همغه ده که د۲۰۱۰ کال پای نه وو نو هرورمرو څه موده ورسته به هم ناتو نه وی او هم به متحده ایالتونه نورمتحده ایالتونه نه وی بلکې بېل ایالتونه به وی چې خپلې پانګې وغواړی یواځې په خپلو ایالتونو کې ولګوی نه دبوش غوندی لیونی په بیځایه موهومی ، خرافاتی او خیال پلوی عملونو لپاره.