
روهي (پنځه نۍ/۴ د زمري)، د پاکستان د تېرې ورځې پارلماني ټاکنو په اړه لومړنۍ ناتأیید شوې پايلې ښيي، چې د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند زياتې چوکۍ خپلې کړې دي.
ويل کيږي، چې د عمران خان ګوند له ۲۷۲ څوکيو څخه ۱۱۳ څوکۍ خپلې کړې دي او همدا ډول په دويم مقام کې د نواز شريف د ورور په شهباز شريف په مشرۍ مسلم لیګ «ن» ګوند او درېيم مقام کې د بلاول بوټو زرداري په مشرۍ د پیلپلز ګوند راغلی دی.
د ټاکنو رسمي پايلې به نن ورځ اعلان شي او داسې تمه هم ده، چې د درغليو د شکايتونو په اساس به د پاکستان د ټاکنو کمېسيون د پايلو اعلان وځنډوي.
مسلم لیګ «ن» او پیلپلز يا د خلکو ګوند ګوند تېره ورځ په ټاکنو کې د درغليو په اړه شکايتونه کړي او له رسنيو سره په خبرو کې يې د پايلو د رد ګواښ کړی.