ولسمشر اشرف غني ته د نیمروز ولسونو لنډ لیک!

ولسمشر اشرف غني ته د نیمروز ولسونو لنډ لیک!
د افغانستان خواخوږي او پر وطن مین جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني ته!
اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
ولسمشره! په تېرو ټاکنو کې ولس ولې په تا باور وکړ؟ ته په خپله وايې، چې نه مې زر درلودل او نه زور؛ خو ولس را باندې باور وکړ. د ولس د باور یوازینی لامل له فساد او بې عدالتۍ سره ستاسو قاطع دریځ و. تاسو د خپل ماموریت سره سم د انجنیر سمیع په نامه یو کس د والي په توګه را واستوه. د دې والي د فساد او عدالتیو څو بېلګې وړاندې کوو:

والي انجنیر سمیع د کمال خان بند له پروژې سره خیانت وکړ. د لس سلنه کار په ځای یې له شرکت سره (۲۷) سلنه پیسې تاييد کړې وې. د دې ترڅنګ په ګمرک، ټرانسپورټ او نورو بېلا بېلو ادارو کې ستاسو د والي فساد ډېر علني دی. تر ټولو لویه جفا چې د دې نظام سره یې وکړه، هغه دا وه، چې د نیمرزوــ کابل په لویه لاره یې پاټک جوړ کړی و او د دې پاټک پیسې چې د ګمرک په نامه ټولېدلې، د دولت وسلوالو مخالفینو ته هم ورکول کېدلې، چې په مرکز کې په دې پیسو کې ستا ډېر نږدې کسان هم شریک وو.

ولسمشره مونږ د نیمروز خلکو ډېره حوصله وکړه؛ خو ستا دیکتاتور او ظالم والي مونږ دې ته مجبوره کړو، چې په وړاندې یې اواز پورته کړو. د انجنیر سمیع په وخت کې په زرنج ښار کې زمونږ (۳۸) کسان ترور شول. په دې کسانو کې یو کس چې د ملي امنیت کارمند و، د دولت وسلوالو مخالفینو یې مسوولیت په غاړه واخیست. د دې نورو ټولو ترورو شوو کسانو هېڅ مجرم دولت نه دی نیولی. زمونږ لاریون د نیمروز د ټولو قومونو ګډ حرکت دی. دا نه په کوم شخص او نه په کومې ډلې پورې تړلی دی. ولایتي شوری خپله دروازه تړلې ده. علما کرام او ځوانان ټول په دې حرکت کې شامل دي.

کوم پلاوی چې تاسو د دې موضوع د حل په هدف لېږلی و، که دا پلاوی رښتیا هم حقیقت درک کړي او معامله ونه کړي، نو ستا والي به لاس نیولی راولي او لویې څارنوالۍ ته به یې معرفي کړي.

له والي څخه چې ټولې لارې ورکې شوې، اخر یې دا ګنګوسې ګډې کړې، چې د دې تحصن تر شا د ولایت د معاون لاس دی. ولسمشره داسې نه ده. دا منو چې د نیمروز مرستیال والي په لږ وخت کې د نیمروز د ولسونو ټینګ ملاتړ ترلاسه کړ او والي هم د مرستیال والي سره پر همدې ټکر و، چې هغه به تل د ولسونو په څنګ کې ولاړ و او په اداره کې یې د مثبتو اصلاحاتو لپاره کار کاوه، چې ښه بېلګه یې د صنعتي پارک فعاله کول وو. مرستیال والي په خپل لنډ ماموریت کې د صنعتي پارک د فعاله کولو لپاره هڅې پیل کړې. د هر نیمرزي په غم یې ځان شریک کړ، چې مونږ د نیمروز ولسونه ورڅخه مننه کوو.

بیا هم دا وایو، چې مونږ د نظام ټینګ ملاتړي یو. خو یوه خبره درته دېره واضیح کوو، چې په نیمروز نور رحم وکړه. نیمرزو له درېیمې درجې څخه دویمې درجې ته تبدیل کړه. په تېره میاشت کې مو لغمان دویمه درجه کړ، مونږ دا نه وایو، چې ولې لغمان دویمه درجه شو، هغه هم زمونږ کور دی؛ خو نیمروز له مساحت او نفوس څخه علاوه له تجارتي اړخه هم دا حق لري، چې دویمه درجه شي.

ولسمشره نور په مونږ نیمروزیانو رحم وکړه. حقیقت درک کړه او مونږ نور هېڅ بې ځایه غوښتنې نه لرو. یوازې دا چې مونږ ته په ټولو برخو کې پاک او ښه مسوولین په دندو وګماره، چې په سر کې یې والي دی.
په درنښت!
د نیمروز ولایتي شورا، قومونه، علما کرام، ځوانان او ولسونه