د ارګ مېشتو یو بل تېر ایستونکی نوښت!

د سوېل ختیځ زون د ځوانانو سره مشورتي پروګرام په نوم کمپایني او نمایشي کارونه د ځوانانو او طرحو توهین دی، ویې ورټئ.

اې ځوانانو! د ارګ له لوري تاسو ته توهین دی چې په پکتیا ولایت شاهي رستورانت کې د ډوډۍ خوړلو په پروګرام کې تاسو ته سپین کاذون درکړي او د ولسمشر سکرتر او یا کوم بل د ارګ پیاده سپینې ورقې درکړي چې په دې طرحې راکړئ؛ والله که به یا ستاسو طرحو ته ضرورت لري او یا به یې عملي کړي.

دا مشورتي انډوخر چې په سوله او امینت، د فقر کچه راټیټولو، د ادارې د اصلاح، د اقتصادي زونو په پراختیا، د افغانستان پیژندنه او د ځوانانو ملي سترتیژي باندې جوړ شوی و.

د ادارې د اصلاح لپاره طرحې شته خو حکومت اراده نه لري، د ځوانانو د انسجام لپاره که ولسمشر کار کولی او دوی ته ژمن وای فیلسوف کمال سادات به یې معین نه وای، د هېواد له حالاتو که خبر نه وي دایې بل لوی شرم دی او هغه خبره ریښتیا ده چې هوایي راغلې له بهره اداره هوایي روانه ده او محلي حکومتولی نېست نابود ده، په عین حال کې د والایانو سره مطبوعاتي کنفرانسونه هسې د ترنوم او زمزمو لپاره جوړیږي او ارګ د اکرم خپلواک د ملګرو کمیشنکارانو ډک دی، د اقتصادي زون لپاره یې چې کار کولی د سوېل ختیځ زون په کچه به یې د جلغوزیو لپاره په تیاره جوړه شوې پالیسي د عمل کار شروع کړی وای او د صنعتي پارکونو لپاره به چې کلونه- کلونه وشول، چې پانګوال تیار دي خو ځمکې نه ورکول کیږي او برق نشته او که د فقر کچې راټیټولو او د اداري اصلاحاتو لپاره یې کار کولی د ولسمشر منشور چې سړی ګوري د پاریس او نویارک خیالي داستان د سړي ته په ذهن کې جوړ شي.

که ارګ مشر ریښتیا کار او اصلاحاتو ته ژمن وي په تبلیغ نه کیږي کاري ټیم دې جوړ کړي، له چار اطراف نه دې اصلاحات را شروع کړي، خپلې جوړې کړې پالیسۍ او منشور دې عملي کړي.