پاکستان: د رای ورکولو مرکز باندې ځانمرګي بريد ۵۸ کسان وژلي او ټپيان کړل

روهي (څلورنۍ/۳ د زمري)، په د پاکستان په کوټه ښار کې د رای ورکولو مرکز سره نېږدې يو ځانمرګي بريد ۲۸ کسان ووژل او ۳۰ نور يې ټپيان کړل.

بريد د کوټې ښار په (بايي پاس) نومي سيمه کې شوی دی، چې د رايه ورکوونکو په ګډون يې امنيتي پوليسو ته هم تلفات رسولي دي.

د امنيتي کسانو په وينا چې بريد هڅه کوله ترڅو د رايې ورکونې مرکز ته دننه شي، خو د پوليسو سره يې نېږدې ځان ته چاودنه ورکړه او دغه مرګ - ژوبله يې رامنځ ته کړه.

په ټول پاکستان کې نن پارلماني ټاکنې کيږي، چې له اته سوه زره زيات پوليس او پوځيان يې د امنيت په خاطر ګمارل شوي دي.

د دغه بريد مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخېستی.