په پاکستان کې نن ورځ (یوسل او شپږ میلیونه) وګړي رايه ورکوي

روهي (څلورنۍ/۳ د زمري)، نن ورځ په ټول پاکستان پارلماني ټاکن تر سره کيږي، چې یوسل او شپږ میلیونه رايه ورکوونکي به د شپې تر اتو بجو خپلې رايې وکاروي.

د دغه پارلمانې ټاکنو لپاره چې ۳۴۲ چوکۍ دي، ۳۷۶۵ کسانو ځانونه نوماندان کړي دي. ډېری نوماندان د سياسي ګوندونو څخه ولاړ دي او په کم شمېر خپلواک نوماندان هم شته.

د یوسل او شپږ میلیونه رايه ورکوونکو ترمنځ د ښځو شمېر هم لوړ دی. ۴۵ سلنه ښځې او ۵۵ سلنه نارينه نن ورځ د رايې مرکزونو ته ځي.

په ټول پاکستان کې نېږدې ۸۳ زره د رايه ورکوونکې مرکزونه پرانېستل شوي دي، چې له اته سوه زره زيات پوځيان او پوليس د امنيت په خاطر ټاکل شوي دي.

د په دغه هېواد کې د ټاکنيزو کمپيانونو په وخت کې خونړي بريدونه هم تر سره شولو خو د ټاکنو په ورځ تدابير جدي نيول شوي دي. د ټاکنو په ترڅ کې په افغان کډوالو هم د تګ راتګ بنديز لګيدلی دی.