د ډالر لپاره پر وړاندې د ايراني ريال بې سارې لوېدنه، يو ډالر 43947 ريال کيږي

روهي (درې نۍ/۲ د زمري)، د بل هر وخت په پرتله په اوس ورځو کې ايراني ريالو د امريکا ډالرو په مقابل کې خپل ارزښت راټيټ کړی دی او بيه يې لوېدلې ده.

په اوس وخت کې، په ورځنيو بازارونو کې د يو امريکايي ډالر بيه 43947 ايراني ريال کيږي، چې د ايران په اقتصادي بازار يې بد اغېز کړی دی.

د پيسو په بلانس کې د کړکېچ د منځ ته راتګ له امله د ايران مرکزي بانک هم ونه شول کولی، ترڅو د ايراني ريال بيه په خپل ځای وساتي. مرکزي بانک د شتمنيو او سرو زرو د خرڅلاو تګلارې هم عملي کړې، خو تر اوسه يې مثبته پايله نه ده ورکړي.

د ايران په اقتصادي بازار او ريال باندې دغه اقتصادي اغېزې هم وخت پيل شو، چې د امريکا او ايران ترمنځ اړيکې سره خرابې شوې او امريکا پر دغه هېواد بندېزونه ولګول.