
روهي (درې نۍ/۲ د زمري)، شمالي کوریا په د وروستيو کې د هغه بنسټونو (تاسيساتو) ورانول پيل کړي دي، چې بالیستيک ميزائيل به يې په کې جوړول.
د ازادۍ راډيو د خبر له مخې د دغه مهمو بسټونو د ويجاړولو انځورونه له سټلايټ څخه اخېستل شوي دي، به کومو کې چې د بالیستيک ميزائيلو د انجنونو جوړېدل.
د ولسمشر ټرمپ او کېم جونګ اون د لېدنې پر مهال؛ کېم جونګ اون ژمنه کړې وه، چې په نېږدې وخت کې به د د بالیستيک ميزائيلو د انجن جوړلو مرکزونه له منځه يوسي.
شمالي کوريا په د ورستيو کې تر ډېره د خبرو له لارې ستونز حل کوي، چې په پايله کې يې له سويلي کوريا، چين او امريکا سره اړیکې ښې شوې دي.