نواز شريف په زندان کې دی، خو روغتيايي وضعيت يې ښه نه دی

روهي (څلورنۍ/۲ د زمري)، په پاکستان کې د نواز شريف په مشرۍ د مسلم لیګ نواز ګوند چارواکي له حکومت غوښتنه کوي، چې نواز شريف په زندان کې ښه روغتيايي حالت کې نه دی او بايد روغتون ته ولېږل شي.

د دغه ګوند وياند پرويز رشيد ويلي، چې د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې ډاکټرانو د پخواني لومړي وزيري معاينات کړي دي او روغتيايي وضعيت ښه نه دی ښودل شوی.

د نواز شريف په اړه ويل کيږي چې د زړه ناروغي لري او اوس هم له دغه ستونزې په زندان کې زوريږي. د شريف ملاتړي وايي، چې نوموړی حق لري ترڅو د خپلې خوښې ډاکټر سره درملنه تر سره کړي.

په ورته وخت کې د پاکستان ولسمشر ممنون حسين له لنډمهاله لومړي وزير ناصرالمُلک څخه غوښتنه کړې ده، چې د نواز شريف د روغتيا په اړه اقدامات وکړي.