
روهي (څلور نۍ/۲ د زمري)، د پاکستان حکومت په پېښور کې افغان کډوالو ته ويلي، چې د ټاکنو پر مهال بايد له خپلو کمپونو بهر نه شي او څلور ورځنی بنديز يې پرې لګولی دی.
حکومت افغان کډوالو ته ويلي، چې د روانې جولای مياشتې له ۲۴ مې څخه تر ۲۸ مې نېټې پوري په بيرون ګرځېدو بنديز دی او بايد په خپلو کمپونو کې بند پاتې شي.
حکومت وايي، چې دغه اقدام يې په پاکستان کې د پارلماني ټاکنو د خونديتوب او امنيت په پار کړی دی. په پاکستان کې په ټاکنيزو ناستو خونړي بريدونه تر سره شول.
د پېښور مرستیال کمشنر عمران حمید شېخ خپلو پوځيانو ته ويلي، چې که د ټاکل شوي وخت پر مهال کوم افغان کډوال بهر ولېدل شي، نو له نېونې وروسته بايد قانوني چلند ورسره وشي.
پاکستان ډېری ځلې ادعا کوي، چې په دغه هېواد کې افغان کډوال يې د امنيت پر وړاندې يوه ستونزه ده او ترهګرې ډلې تر ګټه اخلي، خو د کډوالو په اړه نړيوالو ډلو تر اوسه داسې کوم څه نه دي موندلي.