
د شعر، ادب، مشاعرو، كره كتنې او د جلال امرخېل د شاعرۍ ټولو مينه والو ته په خورا درنښت بلنه وركول كېږي، چې د راروانې جمعې په ورځ، چې د زمري د مياشتې له پينځه لسمې او د اګست د مياشتې له شپږمې نېټې سره سمون خوري، په ننګرهار ادبي بهير كې د ننګرهار د ځوان، تاند او تكړه شاعر ښاغلي جلال امرخېل د دويمې شعري ټولګې (دواړه يو د بل تصوير) مخكتنه كېږي، هيله ده چې له موږ سره په دې غونډه كې ګډون وكړئ.
د ښاغلي امرخېل د شاعرۍ مينه والو د هغه له ملګرو او دوستانو څخه په ځانګړې توګه غوښتنه كوو، چې د دې غونډې لپاره د ښاغلي جلال پر شاعرۍ او د هغه پر شخصيت ليكنې او تبصرې وليكي، كه له دوى څخه څوك د ځينو ستونزو له امله په غونډه كې ګډون نشي كولاى نو هيله ترې لرو، چې خپلې ليكنې او تبصرې دې په لاندې برېښناليكونو موږ ته راواستوي، موږ به يې د هغوى په نوم د غونډې ګډونوالو ته ولولو.
Ekhtyar.yar1@yahoo.com. Ekhtyar.yar@gmail.com, ekhtyar.yar@hotmail.com
ادرس: ننګرهار، جلال آباد ښار، انګور باغ، سپين غر پوهنتون، ننګرهار ادبي بهير
ټيليفون شمېرې: ۰۷۰۷۱۲۵۸۴۵ او ۰۷۰۰۶۰۴۴۶۶