
د جنرال دوستم له راتګ وروسته د عطا او محمد محقق د ائتلاف برخليک!
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
له هغې ورځې چې د ولسمشر محمد اشرف غني او د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم ترمنځ اړیکې کړکېچنې شوې او وروسته بيا د احمد ايشجي او جنرال دوستم ترمنځ د جنسي تيري او زورونې موضوع پېښه شوه، نو د حکومت سياسي مخالفينو ته يوه ښه موقع په لاس ورغله.
د اجرائيه رياست دويم مرستيال محمد محقق، د جمعيت ګوند اجرائيه رئيس عطا محمد نور، د کورنيو جګړو د پخواني قومندان احمد شاه مسعود ورور احمدضيا مسعود او ورسره د پارلمان يو شمېر نورو غړو او سياسي کسانو هغه وخت ښه موقع په لاس پيدا کړه، چې جنرال دوستم ترکيې ته لاړ.
دوی تر وروستۍ وسې هڅې کولې، چې له جنرال دوستم سره يو ځای شي، د حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني پر وړاندې مخالفې ډلې - ټپلې جوړې کړي، پر ولسمشر غني د سياسي ناوړه موخو لپاره فشار راوړي او د دغه کړنو د پلي کېدو په پار يې په جنرال دوستم ځانونه راټول کړل او هم يې هغه وهڅولو، چې د حکومت پر وړاندې حرکتونه پيل کړي.
د دوی لومړۍ هڅې دا وې، چې د جنرال دوستم د جلاوطنۍ په وخت کې يې چېغې وهلې، حکومت د ولسمشر د لومړي مرستيال څخه واک اخېستی، څوکي يې خالي کړه، د ازبک قوم مشر يې له دوی لېرې کړ او نوموړی يې له هېواد څخه وشړلو.
له هغې وروسته پورته ياد کسان او ورسره د پارلمان له يو شمېر غړي چې د ډېرې کمې سياسي تجربې څښتانان وو، ترکيې ته لاړ او د افغانستان ژغورنې په نوم يې يو سياسي ائتلاف جوړ کړ. دغه سياسي ائتلاف فېسبوکي نشرات کول او خپل فعاليتونه به يې له دغه لارې اعلانول. دوی په رسمي ډول شتون نه وو اعلان کړی او نه هم له حکومت سره ثبت شوی وو.
دغه ائتلاف هڅه کوله، چې د ولسمشر غني او جنرال دوستم ترمنځ سياسي اړيکې له کړکېچونو ډکې کړي او داسې چاپيريال رامنځ ته کړي، ترڅو ولسمشر او جنرال دوستم سره ووهي او دوی په کې خپلې ګټې تر لاسه کړي.
د محقق او عطا په مشرۍ دغه کسانو هغه وخت ښه چانس تر لاسه کړ، چې حکومت خپل سری پوځي قومندان نظام قيصاري ونېولو، جنرال دوستم او ازبکان يې وهڅول، چې داسې لاريونونه وکړي، چې د حکومت حوصله تنګه کړي او وضعيت کړکېچن کړي.
په همدغه کړکېچن وضعيت او د تاوتريخوالي په ډکو لاريونونو کې يې، حکومت هم هڅې پيل کړې، چې سياسي لوبه بدله کړي او جنرال دوستم له ۱۴ مياشتنۍ جلاوطنۍ وروسته هېواد ته راولي. دغه چاره د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش په غاړه درلودله او د ولسمشر سلاکارانو به هم ترکيې ته تګ - راتګ په کې کولو. کابو د دوه اونيو خبرو - اترو وروسته حکومت او جنرال دوستم دغه پرېکړې ته ورسېد، چې جنرال دوستم به هېواد ته راځي، قيصاري به زندان کې وي او د احمد ايشچي موضوع به لويه څارنوالي څېړي.
همداسې وشول. جنرال دوستم تېره ورځ کابل ته راغی خو د عطا او محقق د اوږد انتظار هېلې يې پوره نه کړې. له جنرال دوستم وړاندې عطا محمد نور او محمد محقق خبرې وکړې. د دوی دواړو وويل، چې جنرال دوستم حکومت په جلاوطنۍ اړ کړ وو، زمونږ ائتلاف او د خلکو لاريونونه لامل شول، چې حکومت نوموړی را وغواړي. هغه وخت چې جنرال دوستم ته د خبر وخت ورغی، نو لومړی د عطا او محقق د ائتلاف په اړه هغه خبرې ونه کړې، د کومو چې تمه کېدله. ورپسې يې د عطا او محقق خبرې په غېرې مستقيم ډول رد کړې او ويې ويل، چې په ترکيه يې د پاتې کېدو لامل يې ناروغي وه او نن هېواد ته راغی.
جنرال دوستم دا هم وويل، چې هېواد ته راغلی يم ترڅو ولسمشر غني سره يوځای کار وکړم. ولسمشر غني هم دوستم ته اجازه ورکړې ده، چې د هېواد د لومړي مرستيال په توګه دنده پيل کړي او دفتر ته لاړ شي.
اوس له يوې خوا دنده او يوځای پاتې کېدنې ولسمشر غني او جنرال دوستم سره نېږدې کړي دي او بيا له بلې خوا جنرال دوستم د جوړ شوي ائتلاف په اړه داسې کومه خاصه لېوالتيا او مينه ښکاره نه کړه.
دا چې جنرال دوستم له ولسمشر غني وروسته د هېواد د ترټولو ستر سياسي مقام دی، نو مقام او دنده به يې اجازه ورنه کړي، چې د عطا او محمد محقق غوندې ناوړه کړنې تر سره کړي. دا هم شونې ده، چې اوس به عطا او محقق د جنرال دوستم لېدنه په مشکله کوي، داسې به نو وي لکه په تېر کې چې ورځ به يې دلته او شپه به يې جنرال دوستم ته ترکيې ته وروړه.
د جنرال دوستم د تېرې ورځې خبرو په ډاګه کړه، چې د عطا او محقق د ائتلاف برخليک خړ دی، اغېز يې کم او ښايي چې شتون يې هم اعلان نه شي. د عطا او محقق ائتلاف به په ځوانۍ کې ځوانمرګ شي او نور يې عمر پای ته رسېدلی دی.