روهي (درې نۍ/۱ د زمري)، د امريکا د متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ په يو ټوېټري پيغام کې د ايران مشر حسن روحاني ته تازه خبرداری ورکړی او نوموړي يې غوښتي، چې د امريکا له ګواښلو تېر شي.

ټرمپ د خپل ټوېټر پر پاڼه د انګليسي ژبې په غټو تورو ليکلي او خپله غوسه يې داسې په ډاګه کړې ده، "ايراني ولسمشر روحاني ته: هېڅکله امريکا مه ګواښه، ګني هغه څه به درسره پېښ شي، ډېر لږ د تاريخو په اوږدو کې ورسره مخامخ شوي وي."

ټرمپ دغه غبرګون د حسن روحاني د هغه خبرو په مقابل کې ښودلی، چې امريکا ته يې ويلي وو، "د زمري له لکۍ سره لوبې مه کوه. له ايران سره سوله د ټولو سولو مور ده او له ايران سره جګړه د ټولو جګړو مور ده."

له هغې وروسته چې امريکا د ۲۰۱۵ ز کال د له ايران سره د اټومي تړون شاته شوه، په دغه هېواد يې نوي بندېزونه ولګول، نو د دواړو هېوادونو دوه اړخيزې اړيکې يې سره کړکېچنې شوې.