(په اسلام کې دعلم اهميت)
علم تر ټولو کسبونو يو بهتر کسب دي او عالم ترټولو ناپوه انسانانو بهتروي او ځانګړي درجه لري تردي چى رب کائنات په خپل کتاب قرآن کريم کې ددوى په اړه فرمائي ژباړه ( ګواهي ورکوي الله چي دې يک تنها دې او پدې خبره فرشتي اودعلم خاوندان چي په انصاف ولاړ دي ګواه دي ) پدغه مسئله دتوحيد چي ترټولو مهمه مسئله ده چي په نه مراعات کولو ئي سړى داسلام نه وځي او مشرک بلل کيږى الله پاک خپله ځان ګواه کوي او په دوهمه مرتبه کې فرشتې او په دريم مقام کې علماء نو له دي ځايه دعلماؤشرف، فضيلت، لوي او بهتري معلوميږي چى رب العالمين ورته دريمه درجه ورکړيده همدارنګه په بل ايت کريمه کې فرمائي ژباړه (اوچتوي الله ستاسونه هغه کسان چي ايمان يي راوړي دى او هغه کسان چي دعلم خاوندان دي) ددي ايت لاندې علامه ابن عباس رضي الله ليکلي دي ، چى علماء په نورو مؤمنانو اوه سوه درجي بهتري او فضيلت لري او ددوه درجو ترمنځ پنځه سوه کاله په مزل فاصله موجود ده. همدارنګه الله تعالى په بل ايت کى فرمائي ژباړه( ووايه اي پيغمبره ايا برابر دي هغه کسان چي لوستي دي او هغه کسان چي نالوستي دي ) په عربى اصطلاح کې دارنګه کلام ته استفهام انکاري وائ (يعنى ندي برابر) لوستى په څو چنده درجو پر نالوستو بهتر دي همدارنګه فرمائي ژباړه (يقيناً وريږي دالله نه هغه بندګان چى علماء دى) بيشک هغه خلک چى مؤمنان او مسلمانان دى دالله پاک څخه ويريږى خو الله پاک علماء په خاص طور ذکر کړيدى چى داددوى په بهترۍ او فضيلت ځانګړنه کوى همدارنګه فرمائي ژباړه (ووايه اي پيغمبره کافى دي الله ګواه ځما او ستاسو ترمنځ او هغه څوک چى دکتاب علم ورسره دى ) دلته الله پاک خپل ځان او علماء درسول پاک او دهغه دامت ترمنځ ګواه کړه چى دايو لوړه مرتبه او فضيلت دى چى الله پاک علماؤ ته ورکړى دى داددوى دعلم په وجه نو معلومه شوه چى علم تر ټولوشيانو بهتر شى دى او دانسان بهترى او روښانه طرز زندګى بس په علم کى دى لکه په بل ځاى کى فرمائي ژباړه (وويل هغه کس چى ورسره علم دکتاب وو ځه به يي درته راوړوم) هرکله چى سليمان عليه السلام وويل چى دبلقيس تخت به ماته څوک راوړى نو وويل هغه کس چى ورسره دکتاب علم وو ځه به يي درته راوړم ،نو معلومه داشوه چى دده توانائي په راوړلو ددى تخت په وجه دعلم وه ځکه چى دده سره علم وو نو په ډاډ ئي وويل چى زه ئي راوړم نو علم لکه څنګه چى بهترى شرافت او فضيلت بښى همدغه رنګه طاقت او دا لکه دلمر روښانه ده اوپه خپلو سترګويي په نن زمانه کى مشاهده کوو هغه ملکونه چى دوګړو دلوست کچه يي دنورو هيوادونو زياته ده ترټولو توانمند اقتصاد ئي پياوړى او ژوند چارى ئي ښى دى همدغه رنګه هغه خلک چى علم لرى ترنورو ددنيا اودآخرت په سود او زيان ښه پوهيږى لکه چى الله تعالى فرمائي ژباړه (وويل هغه کسانو چى لوستى وو وه تباه شى ثواب دالله غوره دي دهغه کسانو لپاره چى ايمان ئي راوړى دى او نيک عمل کوى ) نومعلومه دا شوه چى داخرت قدر قيمت ښه عمل کول اوښه تياري دعلم په وسيله تر سره کيږى هر کله چى يو سړى عالم وى او په ليک لوست وپوهيږى نو تر نالوستو ئي ايمان ښه برابر وى ځکه چى داسلامى احکامو او فرائعو اعمالو مطالعه تر نالوستو زياته لرى حرام حلال مکروه مباح فرائض سنن مستحبات ورته معلوم وى نو هرڅه په سمه توګه ترسره کوى وايي وهندى قاري چى قرآن يي ياد وه او په ترجمه تفسير ئي نه پوهيدو عربستان ته ولاړ دعربانو خواهش وو چى هندى قاري جماعت يا جمه ورکړى هرکله چى قاري جمي ته ودريد او په لمانځه کى ئي سورت يوسف ولوست لمانځه څخه فارغ شوو نو ئي وليد چى يو عربى خاندى ورځنى يي تپوس وکړه ولي ځما قرائت دى خوښ نه شو عربى ورته وويل ولى نه ډير ښه او ښکلى قرائت دى وکړه خو ولى چى يوسف عليه السلام دى کوهى ته کوز کړه او بيرته دى راونويست قاري صاحب په تفسير اوترجمه نه پوهيدوقرائت يي په داسي ځاى کى بس کړه چى معنوى لحاض جمله پوره نه وه نو تر ټولو مهم څيز پوه او علم دى چى انسان ئي ولرى بايد چى هر قارى لکه طوطى قاري نه وى همداراز هر مؤمن په خپل ديني او دنياوى علم پوه وى ، علماء په ټولو انسانانوکى تر پيغمبرانو وروسته بهتر قشر دى چى الله تعالى يي رتبه اومنسب دانبياؤ سره برابرکړيده چى فرمائي ژباړه (کچيرته دوي دا پيغمبر ته راوړى وى او هغه خلکو ته چى ددوى مشران او علماء دى خامخا به پوه کړى واي هغه کسانو چى ددى نه نورمسائل راويستلاى شى ) نو دى ايت کى دعلماء کرامو دوه صفتونو ته اشاره وشوه يو خو دوى دپيغمبرانو وروسته دوهمه درجه لرى او بل داچى دوى دعلم په واسطه دقران کريم نه دفقهى مسائلو دراويستلو او تشريح کولو پوه هم لري همدغه شان علم تر ټولو نعمتونو لوى نعمت دى چى الله پاک په خپل کتاب کى بيا بيا دامتنان اونعمت په ځاى کى په انسانانو باندى ذکر کړيدى لکه فرمائي ژباړه ( انسان ئي پيداکړه او علم ئي ورته وښوده ) (يقيناً دوى ته مو کتاب ورکړه چى علم ورته ښائي ) (خامخا به بيانه وودوى ته علم ) (بلکى دا واضحىنښى دنبوت دى په سينو دهغه کسانو کى چى علم ورته ورکړل شويدى ) نو علم ترټولو ستر نعمت دى چى اله العالمين پر خپل مخلوق ور پيرزولى دى داراز رسول کريم ص فرمائلى ژباړه ( هرهغه څوک چى الله ورباندى دخير پيرزونه وکړى ورته ددين پوهه ورکړى او ورته درشد او پوه الهام وکړى ) همدارنګه فرمائي ژباړه ( علماء دانبياء عليهم السلام وارثان دى ) نو معلومه داشوه چى درتبى دنبوت نه بله کومه رتبه بهتره نشته دا ترټولو لوى شرافت او بهترى دعلماؤ ده چى دپيغمبرانو وارثان دى په دغه رتبه کى دغه راز وائي ژباړه (دعالمانو لپاره هغه څه چى په اسمانونو او ځمکو کى دى دمغفرت دوعاګانى غواړى ) نو تردى کوم منصب ډير بهتر دى چى داسمانونو او ځمکو دګناه پاکى فرشتى ورله په استغفار اخته وى.
دغه راز فرمائي ژباړه (يقيناً حکمت او پو هه شريف لره شرافت زياته وى او مادونان دامرينو او پاچاهانو تر مرتبى رسوى ) معلومه شوه چى څرنګه علم په دنياوى چارو کى ښى او نيکى ثمرى لرى همداراز په آخرت کى هم او آخرت تر ټولو بهتر او باقى مانده څيز دى نو پدى وپوهيدو چى علم تر ټولو بهتره ګاڼه ده چى عالماء پرى ښکلى او ښائسته دى علم که هر علم وى که دنياوى يا اخروى وى ښه دى هرکله چى نيت دخدمت وى نو دعلم ثمره په هره برخه کى صدقه جاريه ده په آخر کى خپله خبره پدى عربى بيت راټوله وم چى وائي (اعزمکان فى الدنيا سرج سابح + وخير جليس فى الزمان کتاب ) ژباړه بهتره دناستى ځاى په دنياء کى دکره اس کورسى ده او بهتر ملګرى په ټوله زمانه کى کتاب دى او کتاب دعلم مهور دى .
مولوي رياض الله ساجد
وروستي