
روهي (يوه نۍ/۳۱ د چنګاښ)، ايراني ولسمشر حسن روحاني د امريکا متحدو ايالت ولسمشر دونالډ ټرمپ ته خبرداری ورکړی، چې له ايران سره دښمني د زمري له لکۍ سره لوبو په مانا ده، چې پايلې يې خطرناکې دي.
حسن روحاني وايي، چې له ايران سره سوله د ټولو سولو مور او له ايران سره جګړه بيا د ټولو جګړو مور ده، چې امريکا ورته بايد پاملرنه وکړي.
نوموړي ټرمپ دا هم ويلي، چې امريکا په داسې يو مقام کې نه ده، چې ايرانی ولس د خپل هېواد او ملي ګټو پر وړاندې په ناوړه ډول تحريک کړي.
د ټرمپ په مشرۍ د امريکا حکومت له ايران سره د ۲۰۱۵ ز کال د اټومي هوکړه ليک څخه بهر شو او په ايران يې نوي بندېزونه هم ولګول، چې د ايران غوسه يې راپورته کړې ده.