
عندليب دير
زما نظر زما په حال نشته
په دې خبره کې جنجال نشته
ستا د يادونو په وريځو کې هم
چرته يو څاڅکے د وصال نشته
ما وې منګے مې چرته اونه ليده
چا وې ګودر چا وې کلال نشته
چې استقبال ي په ماتم نه کووم
زما په ژوند کې داسې کال نشته
ظالم مې څله له اسمانه ولی
زما د کور خو يو ديوال نشته
هلته مې وران شو د مټۍ ګلونه
دلته د توت په ښاخ کې ټال نشته
ما مې شړۍ په وجود ټينګه نه کړه
ځکه په سر باندې ستا شال نشته
اوس چې دا خپل سټوکے تش ګرځووم
اوس دې مشکڼې په رومال نشته
زه که په سر باندې دستار نه لرم
ستا هم په زنه باندې خال نشته
تاوده حالات ورله قلم لمسوی
په عندليب کې هيڅ کمال نشته