هندي ځوان د اوو مياشتو په تی رودونکې ماشومې جنسي تير کړی

روهي (يوه نۍ/۳۱ د چنګاښ)، د هندوستان په راجستان ايالت کې يو ۱۹ کلن ځوان د اوو مياشتو په يوې تی رودونکې ماشومامې جينۍ جنسي تيری کړی او محکمې په دغه ځوان د اعدام حکم کړی.

د ماشومې کورنۍ له حکومت د عدالت غوښتنه کوي او په سيمه کې مدني فعالانو د محکمې پرېکړه ستايلې ده او محکوم ته يې د سزا غوښتنه کړي.

په دغه نولس کلن ځوان ته د اعدام حکم د لومړۍ محکمې له خوا شوی، نوموړی کولی شي، چې د استيناف غوښتنه هم وکړي.

په هندوستان کې د جنسي تيري او زورونې پېښې ډېرې دي، چې ځينې وخت د دغه پېښو قربانيانو کمه عمر ماشومان هم وي.