
روهي (نۍ/۳۰ چنګاښ)، د امريکا متحدو ايالتونو د نړۍ له هېوادونو غوښتي، چې په شمالي کوريا لګول شوي بندېزونو ته ژمن پاتې شي ترڅو دغه هېواد له اټومي وسلو پاک شي.
دغه څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو تېره ورځ په ملګرو ملتونو کې کړي او له هېوادونو يې غوښتنه کړي، چې بنديزونو ته ژمن پاتې شي.
نوموړي ويلي، چې امريکا به تر هغه پر شمالي کوريا بنديزونو ته دوام ورکړي، تر کومه چې دغه هېواد په بشپړ ډول د اټومي وسلو د غني کولو څخه پاک شوی نه وي.
امريکايي چارواکي د لومړي ځل لپاره د ټرمپ او کېم جونګ اون له ناستې وروسته داسې څرګندونې کوي. ټرمپ او کېم جونګ اون تېره مياشت په سينګاپور کې سره ولېدل.