پدې کې شک نشته چې اسلام له لومړۍ ورځې نه د بانکدارۍ چارې پیژندلې که څه هم چې پدغو نومونو نه وي کوم چې اوس کارول کیږي، ددې غوره بیلګه دا ده چې د مکې خلکو به خپل امانتونه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره کيښودل، هغه مبارک د خدیجې رضي الله عنها مال په مضاربت واخست او شام ته يې سفر وکړ، دده څخه وروسته دده صحابه و هم دغه چارې پر مخ بیولې د بیلګې په توګه خلکو به د زبیر بن عوام سره خپل امانتونه کیښودل خو هغه به ورته ویل چې د قرض په شکل يی منم نه د امانت په شکل، او هغه لدې کبله چې په امانت کې که ضایع شوی وای نود تاوان ضامن يې نه وو، خو د قرض په شکل کې که ورک شوې وای نو د تاوان ضامن يې وو، دده زوی عبد الله وايې ددغو امانتونو اندازه دوه ملیونه او دوه سوو زرو ته رسیدلي وه، ددې څخه وروسته فقهاو دغه ټول مسايل په خپلو تالیفاتو کې واضحه کړل، خو د ژوند په بیلابیلو برخو کې د نړۍ پرمختګ یو لړ نوې سیستمونه را منځته کړل چې له هغو څخه معاصرې بانکې چارې دي، ددغو چارو اصول په اسلامي تراث کې په بشپړه توګه موجود دي، مګر د هغو څخه رایستل او معاصرو اصطلاحاتو سره يې برابرول د فقهاو او علماو دنده ده چې دهمدې فرمولې پر بنسټ معاصرو علماو دغې دندې ته مخه کړه او د پخوانیو فقهاو د اصولو څخه يې احکام را ویستل چې په پایله کې يې په نوې او معاصر سیستم بانکې چارې منظمې کړي اود لومړي ځل لپاره اسلامي بانکداري لومړني پیدايښت په نوې سیستم سره په کال ۱۹۶۳ کې د اسلامي ټولنو د غوښتني په ځواب کي رامنځته شو، او لومړی بانک پدغه کال کې د -بانکونو د ادخار- په نوم د- میت غمر- په ښارګوټي د مصر په هیواد کې جوړ شو، نوموړی بانک د نړیوالو اسلامي بانکونو د رییس ډاکټر احمد نجار لخوا پرانستل شو، او دغه تجربه تر دریو کلونو پورې روانه وه، ددې څخه وروسته د (المصرف الناصر الاجتماعې)-ناصر ټولنیز بانک- جوړ شو او دغه لومړنی بانک وو چې په خپل قانون یا لایحې کې لیکلي وو (نور به بانک د سود راکړه ورکړه نه تر سره کوي).
د یادونې وړ ده چې داسلامي کنفرانس د بهرنیو چارو د وزیرانو په هغې غونډه کې چې په کال 1972م کې د سعودي عربستان د جدې په ښار کې دایره شوې وه په وړاندیزونو کې راغلې وو: پکار ده چې ټول په ګډه د اسلامي بانکونو د پرانستلو لپاره خپلې ټولې هڅې او هاندې پکار واچوو ترڅو داسې بانکونه جوړ کړو چې د اسلامي احکامو مطابق راکړې ورکړې ترسره کړي.
ددې لارښوونو په پایله کې داسلامي بانکونو د تاسیس او ودې لپاره د اسلامي هیوادونو د مالیې وزیرانو په کال 1974م کې یو تړون لاسلیک کړ او په هغه کې راغلې وو چې د ودې او پراختیا اسلامي بانک به په مشترکه توګه پرانزې، چې چارې به يې د ټولو لخوا په ګډه پر مخ بیول کيږې، ددې تړون په نتیجه کې په کال 1977کې اسلامي بانک د سعودې عربستان د جدې په ښار کې پرانستل شو، او ددغه بانک ځانګړتیا پدې کې وه چې یوازې د حکومتونو سره به يې معامله کوله نه د افرادو سره.
نو لومړی اسلامي بانک چې ټولې چارې د اسلامي احکامو مطابق تر سره کیدې هغه د دوبی اسلامي بانک وو چې په کال 1975 کې پرانستل شو، دغه بانک به د ټولو افرادو لپاره بانکې خدمتونه د اسلامي احکامو مطابق پر مخ بیولو.
ددې څخه وروسته نور ډير اسلامي بانکونه پرانستل شول چې ددغو شمير اوس 267 ته رسيږي او په 48 هیوادونو کې موجودیت لري، د یادونې وړ ده چې داسلامي بانکونو د مجلس د شمیرنې له مخې چې په کال 2005 م کې تر سره شوې را ښې چې ددغو بانکونو پانګه د 300 ملیاردو ډالرو څخه اوړې، البته دا سربیره پر هغو اسلامي بانکې نماینده ګیو چې د سودې بانکو تابع دي.
د اسلامي بانکدارۍ اهمیت
اسلامي بانکدارۍ داسې معاملات را منځته کړې چې په پخوا کې نه وو موجود، اسلامي بانکونو د بانک او مشترې د معاملاتو یا راکړې ورکړې لپاره داسې اساسات او ا صول وټاکل چې اعتماد يې په مشترکه ګټه او تاوان ولاړ وو، ددې سربیره يې دهڅو او کوششونو لپاره هم داسې قواعد او اساسنامې جوړې کړې چې بانک او مشترې به په ګډه کوشش کوي او خپلې چارې به پر مخ بیايې، دا ټول د سودې بانکونو د معاملاتو څخه توپیر لري، ځکه په سودې بانکونو کې تعامل د داین او مدیون په اصولو ولاړ وي، چې ګټي به يې پرته له کوم کار څخه ورکولي.
دارنګه اسلامي بانکونو د معاملاتو لپاره داسې نظام وټاکه چې د اقتصاد ټولو برخو ته شامل وو، او هغه د ګټې لپاره د اسلامي صیغو کارول وو (مرابحه، مشارکت، مضاربت، استصناع، اجاره، سلم......)
پدې اساس د اسلامي بانکونو اهمیت په لاندې ټکو کې واضح کیږي:
لومړی: داسلامي ټولنو دغوښتنو لپاره د داسې بانکې خدمتونو عیارول چې د سودې ګټې څخه په بشپړه توګه جلا او بیل وي.
دویم: د معاملاتو په برخه کې د (الفقه المصرفې) - بانکې فقهې- د تطبيق لپاره زمینه برابرول.
دریم: اسلامي بانکونه د اقتصادې اصولو او مقرراتو لپاره عملې ډګر ګرځول.
د اسلامي بانکدارۍ ځانګړتیاوي
اسلامي بانکدارۍ بی شمیره ځانکړتیاوي لري چې دغه ځانګړتیاوې يې د سودې بانکونو څخه بیلوي او دهغو ځینې په لاندې ډول دي:
الف: د بانک په ټولو معاملاتو کې د اسلامي شريعت د احکامو پلې کول.
ب: په ګټه او تاوان کې د مشارکت پلې کولو لار اختیارول.
ج: په ټولو بانکې معاملاتو یا راکړې ورکړې کې د (ګټې، پراختیا او پرمختګ) د صفاتو التزام.
د: په بانکې راکړې ورکړې کې د اسلامي ادابو او رفورمونو پلې کول.
هـ: ددې سربیره داسلامي بانکدارۍ فعالیتونه د نورو سودې بانکداريو د فعالیتونو څخه په لاندې کړنو کې امتیاز لري:
1-د قرض حسنه فعالیتونه.
2- د زکات د مالونو لپاره د زکات په نوم صندوق جوړول.
3- په بانکونو کې د اسلامي ثقافت یا فرهنک چارې پر مخ بیول.
داسلامي بانکدارۍ اهداف
اسلامي بانکدارۍ بیشمیره اهداف لري چې ځينې په لاندې ډول دي:
مالې اهداف
پدې اساس چې اسلامي بانکدارې يوه اسلامي موسسه ده هغه خپله دنده د یو مالې پیشتباني چې له مشارکت څخه سرچينه اخلې پر مخ بیايې، دغه موسسه ګڼ شمیر مالې اهداف لري چې دغه واړه اهداف د اسلامي شريعت د احکامو مطابق پرمخ بیايې چې څو بیلګو ته به يې په لاندې ډول اشاره وکړو:
الف: د شتمنیو راغونډول او دهغو پراختیا:
داسلامي بانکدارۍ دغه هدف تر ټولو مهم او بنسټیز هدف دی، ځکه دغه چاره د مالې پیشتباني اساسې رکن تشکیلوي، ددغه هدف اهمیت دهغې شرعې قاعدې په پلې کیدو کې ډاګیزه کيږي چې وايې: (شتمنې ته به وده ورکول کیږي هغه به معطلې نه پريښودلې کیږي) ترڅو يې ګټه اسلامي ټولنې او افرادو ته ورسیږي، د یادونې وړ ده چې د امانتې شتمنیو غونډول د اسلامي بانکونو د مالونو بنسټیږ مصدر دی، برابره خبره ده که دا امانتې حسابات په مطلق ډول وي یا مقید ډول ، او يا هم د جارې حساب په شکل وي.
ب: د شتمنیو وده او پراختیا:
د شتمنیو پراختیا او وده د مالې پیشتباني دویم رکن ګڼل کيږي، او همدا د اسلامي بانکدارۍ اساسې هدف دی، ځګه پانګه اچونه د اسلامي بانکونو د کړنو بنسټيز محور او رییسې مصدر دی ترڅو ددغې لارې په کارولو سره مشتریانو ته د پام وړ ګټې ورکړي.
ج: د ګټو لاسته راوړنه:
د ګټو لاسته راوړنه د اسلامي بانکدارۍ د فعالیتونو نتیجه او پایله ده، همدغه ګټې اسلامي بانکونه پر خپلو مشتريانو ويشې، ددې سربیره د زیاتو ګټو لاسته راوړل د بازارې نرخونو د اوچتوالې لامل ګرځي او هغه بیا پخپل وار ددې جوګه کیږي چې داسلامي بانکدارۍ په برخو او فعالیتونو کې ونډه واخلې.
اسلامي بانکدارۍ چې یوه اسلامي موسسه ده او هدف يې د ګټو لاسته راوړل دي نو غواړې پدې ډګر کې د نورو بانکونو سره سیالې وکړي او له هغو څخه هم یو قدم مخ ته لاړ شي.
د مشتریانو سره د اسلامي بانکدارۍ اهداف:
اسلامي بانکداري د مشترياتو سره د غوره چلند او اسلامي احکامو د پلې کولو په لار کې داسې هڅې او هاندې کوې چې بیلابیل اهداف لاسته راوړې چې دهغو څخه يې ځينې په لاندې ډول دي:
الف: دبانکې خدمتونو ترسره کول:
داسلامي بانکونو کامیابې پدې پورې تړلې چې د مشترياتو لپاره غوره او په زړه پورې خدمتونه تر سره کړي، تر څو وکولای شي مشتريان ځانته راجذب کړي، البته دغه خدمتونه به د اسلامي شريعت د احکامو مطابق پداسې توګه صورت نیسې چې د نورو سودې بانکونو څخه لوړ او سپیڅلې وي.
د پانګوالو لپاره دتمویل لارې چارې برابرول:
الف: اسلامي بانکونه د پانګوني امانتې شتمنۍ د بیلابیلو لارو په کارولو سره پداسې توګه تمویلوي چې دهغوۍ غوښتنې تر ډيره بريده پوره کړي.
ب: مشتريانو ته د بشپړ ډاډ او اعتماد زمینه برابرول:
د اسلامي بانکونو د کامیابې بنسټیز لامل دا دی چې د مشتریاتو اعتماد تر لاسه کړي، او د باور او اعتماد مهم رکن دا دی چې د هغوﺉ د ضرورت پر مهال هغوﺉ ته د پیسو ورکولو زمینه برابره کړي.
داخلې اهداف
اسلامي بانکدارۍ بیشمیره داخلې اهداف لري چې یو شمیر يې په لاندې ډول دي:
د بشرې منابعو وده او پراختیا:
بشرې منابع د اسلامي بانکونو د ګټو اساسې عنصر بلل کیږي، ځکه شتمنې پخپله وده او ترقې نه کوي ترڅو په کار وا نه چول شي، نو داچې اسلامي بانکونه پدې وتوانیږي چې په زړه پورې ګتې لاسته راوړې پکار ده چې داسې بشري منابع ومومې چې په پانګوني قادر وي، هغوۍ باید بانکې تجربې ولري او دغه چاره هغه مهال صورت نیسې چې دوﺉ ته ښه او غوره ټریننګ ورکړی شي.
د ودې او پراختیا د اندازې تحقق او ټاکل:
په ټولیز ډول عام موسسات بیا په تیره اسلامي بانکونه په هر دولت کې چې وي د اقتصاد ستنې ګڼل کيږي، نو داچې اسلامي بانکونه په بانکې بازارونو کې دوام ومومې پکار ده چې د ودې اندازه يې تحقق ومومي، تر څو ددې لارې په کارولو سره وکولای شي په بانکې بازار کې د نورو سره په دایمې توګه سیالۍ وکړي.
په جغرافیایې او ټولنیږه توګه د بانک پراختیا:
که اسلامي بانکونه غواړې چې پورتنې اهداف لاسته راوړي نو پکار ده چې د خپلو مشتريانو لپاره د بانکې خدمتونو زمينه برابره کړي، او دا هغه مهال امکان لري چې دوﺉ خپلې څانګې په ټولو سیمو او برخو کې پرانزي ترڅو د ټولنې عام وګړي وکولای شي په اسانۍ ورته مراجعه وکړي او له دغو خدمتونو څخه برخمن شي.
د ابتکار او نوښت اهداف
دا یو حقیقت دی چې په بانکې بازارونو کې د مشتریانو په راجذبولو کې درنه او سخته سیالې روانه ده، او هر یو ددې هڅې کوي چې مشتريانو ته د پام وړ خدمتونه تر سره کړي، نو داچې اسلامي بانکونه خپل هویت وساتې او په بانکې بازارونو کې فعاله ونډه واخلې پکار ده چې لاندې چارې پر مخ بوزي:
دپانګوني د بیلابیلو صیغو نوښت:
ترڅو چې اسلامي بانکدارۍ د نورو تقلیدي یا سودې بانکونو سره سیالې وکړي نو پکار ده چې د پانګوني بیلابیلې پروژې په کار واچوي، او بیايې پداسې توګه وکاروي چې له یوې خوا مشتریان ځانته را جذب کړي او له بلې خوا د اسلامي احکامو سره په ټکر کې نه وي.
د بانکې خدمتونو نوښت او وده:
داچې اسلامي بانکونه د نورو څخه وړاندې شي او خپل فعالیتونه زیات کړي نو پکار ده چې داسې ابتکارات او نوښتونه رامنځته کړي چې له یوې خوا د اسلامي احکامو سره په ټکر کې نه وي او له بلې خوا د سودې بانکونو څخه په هر ډګر کې مخ ته شي.
د اسلامي بانکدارۍ اهمیت، ځانګړتیاو او اهدافو ته په کتلو سره دافغان ملې بانک مسؤلینو بیا په ځانګړې ډول ددغه بانک محترم ريیس خان افضل (هډوال) وپتیله چې همدغسې يوه اسلامي پروژه پکار واچوي، ترڅو ددې لارې څخه وکولاي شي له يوې خوا دهیواد ځپل شوی اقتصاد ته وده ورکړي، او له بلې خوا د خپلو هیوادوالو شتمنۍ پکار واچوي چې نه غواړي د سود له لاري وکاروي، دهمدې هدف د پلې کولو پخاطر يې د افغان ملې بانک په دننه کې اسلامي بانکدارۍ څو میاشتې وړاندې پرانستله او مونږ ټول ګورو چې نن دغه بانک داسې پړاو ته ورسید چې دهیواد دبي وزله وګړو احتیاجات له داسې لاري پوره کوي چې داسلامي احکامو سره اړخ لګوي او له هغو سره په ټکر کې ندي.
دافغان ملې بانک د اسلامې بانکدارۍ پروژي
لکه وړاندې چې ورته اشاره وشوه د افغان ملې بانک اسلامي بانکدارۍ بیلابیلې پروژي په نظر کي لري، او دهغو لپاره يي خپله لایحه یا پالیسې تیاره کړيده، او هم په نظر کې لري ټولې هغه پروژي وکاروي چې د نړۍ په اسلامي بانکونو کې کارول کيږي، ترڅو وکولای شي مشتريان ځانته را جذب کړي، او دهغو لپاره د پام وړ خدمتونه ترسره کړي، هغه پروژي چې دافغان ملې بانک اسلامې بانکدارۍ همدا اوس په کار اچولې او د هغو په رڼا کې بانکې خدمتونه هیواد والو ته وړاندې کوي په لاندې ډول دي:
د مرابحې پوروژه
پخوا لدينه چې د بانک د مرابحې چارو ته اشاره وکړو بهتره به دا وي چې په لنډه توګه د مرابحې معنی څرګنده کړو ترڅو يې په مقصد پوهه شوو.
مرابحه په دوه ډوله ده
لومړی ډول:
دغه ډول مرابحه عبارت له هغې بيعې څخه ده چې کله يې په نقدو وپيري او معلومه زياته ګټه پکښي شرط کړي، پدغه قسم مرابحه کې دا شرط ده چې مبيعه يا توکې به د پلورونکی په ملکيت کې وي، اسلامي بانکونه دغه قسم پلورنې د تجارتي شرکتونو له لاري تر سره کوي کوم چې ددغسي بانکونو تابع وي، دا رنګه يې د تصفيوي شرکتونو له لاري هم تر سره کوي چې پدي کې بانکونه د خپلو همکارانو سره پکښي داخليږي.
دویم ډول:
د مرابحي هغه بيعه چې د پيرنې امر پکښي شوی وي:
هغه مرابحه چې د پيرنې امر پکښي شوي وي، عبارت له هغې بيعي څخه دی چې د هغې د غوښتنې پر اساس يو شخص چې هغه ته غوښتونکی ويل کيږي بل شخص چې هغه ته مامور ویل کيږي د پيرنې امر کوي چې هغه دده لپاره معين کړی شوي او موصوف توکي وپيري.
آمر د مامور سره ژمنه کوي چې که وروستی دغه توکې ورته وپيري نو آمر به يې د ده څخه په ګټه سره پيري...
د اتفاق په صورت کې مامور هغه موصوف کړی شوی توکي پيري، نو دغه بيعه چې د مامور او دريم لوري لخوا – چې د توکو څښتن دی - پري تړون کيږي، دغه بيعه صحيح او درسته ده.
کله چې مامور توکي په خپل ملکيت کې راوړي او دده په ضمانت کې داخل شي، نو دی به له سره دغه توکي امر ته وړاندي کوي، نو پدي وخت کي به يې آمر د هغې غوښتني پر بنسټ پيري چې دده سره يې کړي وه، البته حق لري چې ددي څخه صرف نظر شي.
د مرابحې د پروژې ځانګړتیاوي
د افغان ملې بانک اسلامي بانکدارۍ ځکه په پیل کې دغه پروژه شروع کړه چې پدغه پروژه کې د ټولنې د هغو بیوزلو اشخاصو سره مرسته وشي چې نشي کولاي په يو وخت کې دومره پیسې پیدا کړي چې دخپل ضرورت توکې پرې وپیرې، نو بانک دغه توکې د بازار څخه په نقدو پیسو پیرې او بیايې پر مشترې باندې د قسط په توګه په ډیره لږ ګټه سره پلورې، ددغې بیعې امتیاز پدې کې دی چې ډیر خلک داسې وي چې دمیاشتې په حساب څه اندازه پیسې ورکولای شي، خو په یو وار دومره نشي اداء کولای چې د ضرورت توکې پرې وپیرې نو بانک دده سره مرسته کوي او په نقدو يې دبازار څخه پیرې بیا يې پرده پلورې، پدغه بیعه کې د هغوﺉ سره همکارې او مرسته ده، همدا لامل دی چې دافغان ملې بانک اسلامې بانکدارۍ لومړی دغه کار پیل کړ، ځکه د اسلامي بانکداري اهداف یوازې دا ندی چې ګټه لاسته راوړې بلکې ددې ترڅنک غواړې چې له بیوزلو او کمزورو سره مرسته وکړي، مونږ اورو چې نورو بانکونو هم اسلامي بانکداري شروع کړی خو هغوۍ صرف تجارت پرې کوي، او مشتريانو ته ګټه ورکوي، خو مونږ هم ګټه لاسته راوړو او هم د بیوزلو ضروریتونه پوره کوو.
ددې سربیره دافغان اسلامې بانکدارۍ همدا اوس د الکوزې د شرکت سره پریکړه کړی چې له هغه څخه به په نقدو کورونه پیري او بیا به يې په خپلو مشتریانو باندې په قسط پلورې، دا لدې کبله چې ډیری خلک کورونو ته ډیره اړتیا لري خو نشی کولای په يو ځل يې وپیري، همدغه غریب خلک بانک ته مراجعه کوي بانک يې د دوﺉ لپاره په نقدو پیرې او بیايې پردوﺉ په ډيره لږه ګټه باندې د قسط په توګه پلوري، چې پدې کې بانک د ګټې سربیره د مشتريانو شرايط او بیوزلې په نظر کې نیسې.
د استصناع پروژه
د استصناع تړون عبارت له هغه تړون څخه دی چې مبيعه به په ذمه وي او کار کول به پکښي په ځانګړې ډول او معلوم قيمت سره شرط کړی شوې وي.
د استصناع اهميت:
د يادونې وړ ده چې اوسمهال استصناع ته خورا زيات ضرورت دی، ځکه ټول بشريت د خپل ژوند دبهبود لپاره همدې چارې ته اړتيا لري، الله تعالی څرګنده کړيده چې بشريت يو له بله په هغو شيانو کي تفاوت لري چې الله تعالی ددوﺉ لپاره مسخر کړيدي الله تعالی فرمايي: (نحن قسمنا بينهم معيشتهم في الحياه الدنيا ورفعنا بعضهم فوق بعض درجات ليتخذ بعضهم بعضا سخريا ورحمة ربک خير مما يجمعون)
نو له صورتونو د تسخير څخه د استصناع تړون هم دی، ځکه مستصنع ديته اړتيا لري چې څوک دده دحاجت مطابق شې پداسې شکل ورته جوړ کړي چې دده د غوښتنې سره برابر وي، او جوړونکی دده مال ته ضرورت لري چې ددغه صنعت په عوض کې يې واخلې ترڅو د ژوند نور ضروريات پرې رفع کړي، ددغه اهمیت له مخې د افغان ملې بانک اسلامي بانکدارۍ د نورو بانکونو څخه په ځانګړې ډول دغه پروژه هم پیل کړیده او ډير نږدې وخت کې به يې هیوادوالو ته پایلې وړاندې کړي.
نږدې راتلونکې پروژې
هغه پروژې چې د افغان ملې بانک اسلامې بانکدارۍ يې په نږدې راتلونکې کې پیل کوي په لاندې ډول دي:
مشارکت، ځکه دغه پروژه هم د اقتصاد او کارموندنې په برخه کې پوره رول لوبوي.
متناقص مشارکت: بانک ددغه پروژې څخه مقصد دا دی چې هیواد والو ته د لږ شتمنۍ په بدل کې غټې پروژې په لاس ورکړي، دا راز بانک په نظر کې لري چې په نږدې راتلونکې کې د اجارې، متناقصې اجارې، او سلم پروژې هم پیل کړي.
لري یا اوږد مهاله پروژي
هغه پروژې چې د افغان ملې بانک اسلامې بانکدارۍ ي د څه مودې وروسته شروع کوي عبارت دي له:
د ضمانت ټکټونه، سیاحې چیکونه، د کمبیالا- بیل اف ایکسچنج-ټکټونه او داسې نور...
دغه پروژې د څه مودې وروسته ددې دپاره شروع کوي چې د هیواد سواګرو ته دهیواد څخه بهر سوداګريزې اسانتیاوي برابرې کړي، بانک به له شرکتونو سره په تماس کې وي او شرکتونه به همدغه ټکټونه یا چیکونه د سوداګرو څخه قبلوي ترڅو هغوﺉ پرې خپل مشکلات حل کړي او بانک به دهغو ضمانت پر غاړه اخلې.
ددې سربیره نورې کومې لارې چارې چې په نړۍ کې اسلامي بانکونه کاروي نو دافغان ملې بانک اسلامي بانکدارۍ به دهغو د پرانستلو او کارولو لپاره هلې ځلې کوي.
وروستي