
روهي (جمعه/۲۹ د چنګاښ)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې چارواکو ته ويلي، چې د روسيې ولسمشر پوتين ته د امريما د ورتګ بلنه ورکړي او خپلو کسانو ته يې د ترتبياتو امر کړی.
د سپينې ماڼۍ وياندې سارا هاکبي سندرز ويلي، چې ولسمشر ټرمپ خپلو کسانو ته ويلي، چې د را روان مني پوري د ولادميير پوتين د راتګ زمېنه برابره کړي.
ولسمشر ټرمپ له هغه لېدنې چې د خپل روسيي سيال سره يې په هلسنکي کې تر سره کړه خوښ ښکاري او په دې اړه يې هيلې ښوودلې دي.
په هلسنکي کې د ولسمشر ټرمپ او پوتين لېدنه د همدې مياشتې په ۱۶ مه نېټه تر سره شوه، چې پوتين د امريکا په ټاکنو کې د روسيې لاسوهنه رد کړه او په نورو دوه اړخيزو اړيکو يې هم خبرې وکړې.