
که ولسمشر غني پر خپل سلاکارانو غور ونه کړي نو له انزوا سره به مخ شي!
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
د ۱۳۹۳ لمريز کال د ولسمشرۍ له ټاکنو څخه بيا تر نن ورځې پورې ولسمشر غني په وينا او عمل کې يو سړی دی او دواړه کړنې يې جدي هم دي. نوموړي د ټاکنيزو منډو - رامنډو پر مهال ويلي، چې په رايو به معامله ونه وکړي او ستر بنسټيز بدلونونه به رامنځ ته کړي.
د افغانستان غوندې په يو هېواد کې د ولسمشرۍ مسووليت په غاړه اخېستل کوچنۍ خبره نه ده او په يوازې ځان يې وړاندې وړل هم ستونزمن کار دي. په افغانستان کې د قانون اړوند ولسمشر کابينه او حکومت جوړوي او ورسره په څنګ کې د چارو د اسانۍ او ښه لاس رسي په پار سلاکاران ټاکي. ولسمشر هم په ټاکنيزو مبارزو کې سلاکاران درلودل او هم يې د واک پر مهال. په لويه کې د ولسمشر غني سلاکاران دوه ډوله بدې او منفي ځانګړتياوې لري. لومړي د ولسمشر لپاره صادق او رېښتني نه دي او دويم ډارن دي.
۱- هغه لومړۍ ناوړه چاره چې د ولسمشر غني سلاکارانو ده ته ور مشوره کړه او پرې قبوله يې کړه، د ملي يووالي حکومت په نوم د سياسي قدرت وېش او د دغه ډول يو حکومت منلو ته غاړه اېښودل وو. سلاکارانو يې ولسمشر غني په کورنيو جګړو، وسله والو ډلو، تاوتريخوالي او نورې خبرو ويرولی وو او په دې اړ کړ، چې ډېری هغه ژمنې ماتې کړي، چې د ټاکنيز کمپاين په وخت کې يې له خپل ولس سره کړې وې. يانې خلاصه دا چې د ملي يووالي د حکومت په منلو سره ولسمشر غني اساسي قانون مات او دا هر څه پرې سلاکارانو وکړ.
۲- د عطا محمد نور ګوښه کول: که څه ولسمشر محمد اشرف غني د سلاکارانو غلطې مشورې په سلګونه دي، خو دويمه ستر تېروتنه د عطا محمد نور له ګوښه کېدو وروسته وه. ولسمشر غني په ستر جرئت سره د بلخ امپراتور له دندې لېرې کړ او دغه کړنه يې وستايل شوه. خو د نوموړي سلاکارانو ولسمشر غني دومره عاجز او بې چاره کړ، چې پوره دوه مياشتې يې د عطا محمد نور ګواښونه، چيغې او له سپکو - سپورو ډکې خبرې پرې واورېدلې. دغه سلاکارانو د تېر په څېر بيا ولسمشر غني ته د ډار مشورې ورکولې او نوموړي يې د عطا پر وړاندې دومره حوصلې ته اړ کړ، چې د عطا ستوری پرې زورور او د خپلو خلکو په منځ کې ولسمشر غني د يو بې ځواکه او بې واکه ولسمشر په توګه معرفي شو.
۳- د زورواکو پر وړاندې مبارزه: ولسمشر د ولس په پراخه ملاتړ د زورواکو پر وړاندې مبارزه پيل کړه او د قيصاري په نوم مشهور زورواکی له فارياب لاس تړلی کابل ته را وست. کله چې د قيصاري پلويانو د نوموړي له نېونې يوه ورځ وروسته په فارياب کې لاريون وکړ، نو افغان امنيتي ځواکونو اجازه ورنه کړه، چې په تاوتريخوالي لاس پوري کړي، بلکې د قيصاري نور ساتونکي يې هم ونېول او د هغې کور يې ور تلاشي کړ.
خو د ولسمشر ويره او موخه لرونکو سلاکارانو يو ځل بيا نوموړي ته د کورنۍ جګړې د احتمال، د ولايتونو د سقوط او د حکومت د پرځېدو مشورې ورکړې او ولسمشر غني يې په خپل هوډ کې يو څه سست کړ.
پورته يادې کړنې، د بريښنايي پېژندپاڼو وېش او په لسګونه نورې مهمې چارې ولسمشر په لوړ هوډ پيل کړې خو سلاکارانو يې په ضعيف هوډ ترې ستون کړ.
د ملي يووالي حکومت وروسته بغاوتونه، د عطا ګواښونه او د قيصاري د ملاتړو له خوا؛ له قیصاري ډېره زورواکي، هغه څه دي چې له کورنۍ جګړې، بغاوت، د حکومت کمزورتيا او ولسي پاڅون هم ډېرې بد دي.
د ولسمشر سلاکارانو يو قيصاري په ولسمشر بندي کړ، خو په زرګونه نورې يې ورته وزېږول. په اول کې جدي والی او وروسته دا ډول شاته تګ، هغه څه دي، چې ولسمشر غني به هم ولس واخلي او هم سياسيون. که ولسمشر غني پر خپل سلاکارانو غور ونه کړي نو له انزوا سره به مخ شي!