
کالي یې وا غوستل، سترګې یې تورې کړې، هینداره کې یې وکتل، د ټکري پیڅکه یې راونیوله، غچه ګوته یې پکې تاوه کړه، د سترګو له کونجونو څخه یې اضافي رانجه پاک کړل، وریځې یې کش کړې، په سترګو کې رانجه کم ورته ښکاره شول، ډکی یې یو ځل بیا د رانجو په کڅوړه کې ووهلو، تر بڼو لاندې یې کړ، له کوره راووته، لږ وړاندې ولاړه، ځای پرځای ودرېده ویې ویل:
- څه شی خو مې وړل
بیرته روانه شوه، پارک ته ورسېده چې یو ځوان په مخه ورغلو، غټ غټ شکېدلي بوټ، څيرې لوستوڼي، په شونډو را پراته بریت، ببره خیرنه ږیره، په غاړه کې یې سره او شنه تاویضونه چې ولیدل، لاره یې ورڅخه چپه کړه چپټر یې مخې ته ونیولو ترې روانه شوه، د ځوان سترګې ور باندې ولګېدې په حیرانوونکی غږ یې نارې کړې:
- اې!!!
دې له ډاره شا ته را ونه کتل، قدمونه یې ګړندي کړل، د پارک په شاوخوا کې دې ناستو کسانو توجو یې ځانته جلب کړه، ځوان ورپسې روان شو، لږ وړاندې ورغلو، چې نجلۍ په وحم کې شاته د سترګو له کونجو را وکتل په ځوان یې سترګې ولګېډې، ودرېده، ناستو کسانو ته یې وویل:
- دا هلک زما نه څه غواړي؟
په ځوان ټول راټول شول، چا له یوې خوا پورې وهلو چا له بلې خوا، شېبه نه وه وتلې، چې په تندي یې وینې راماتې شوې، کله چې ددې په ځوان سترګې ولګېدې، په را ټول شویو خلکو یې غږ کړ:
- مه! دومره هم نه، دا څه کوي؟
ځوان له ډلې را جلا شو، له اوږې نه یې چادر واخیست له سر څخه یې تاوو کړو، نجلۍ ورڅخه روانه شوه، زر پورته شو بیا ورپسې روان شو، لږ وړاندې ولاړل، دا بیا ودرېده ، ځوان له ځانه سره وخندل، شونډه یې له غاښ لاندې کړه، له مجبورۍ نه ورته موسکی شو په نه زړه یې وویل:
- ته!!!
دې زر ورغبرګه کړه:
- هو زه وایه کنه څه وایې؟
په ناهیلۍ سره یې شونډې خبرو ته راجوړې کړې ویې ویل:
- بس همدومره چې ته خپله یې، زما له ژونده نوره تمه نه وه، دا چې نن مې ته ولیدلې کیدای شي څو کاله نور هم ژوندی پاتې شم
دې سترګې په ځوان کې خښې کړې په نرمه لهجه یې ورته وویل:
- اوهو ته هماغه یې
ځوان په سړه سینه ورته وویل
- هو زه هماغه یم چې څو کاله مخکې..
په څنګ کې یې ولاړ هلک نجلۍ ته وویل:
- اې ولاړه شه دغه لیونی دی هر چاته داسې خبرې کوي
نجلۍ بکس غاړې ته کړ، په لاره روانه وه، د ځوان پر مخ را ماتې شوې وینې یې په ذهن کې تاوېدې را تاوېدې.
(پای)
۹۵ د اتمې ۸مه ستاره سحر رادیو تلویزیون مزارشریف