
له طالبانو سره د امريکا مستقيمې خبرې درې پيچلي اړخونه لري!
ډاګټر نيک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
څو ورځې وړاندې معتبرې امريکايۍ ورځپاڼې نيويارک ټايمز ولېکل، چې د ټرمپ ادارې خپلو جګپوړو ډپلماټانو ته امر کړی، چې د افغان جګړې د پای ته رسېدو او د خبرو له لارې د امريکا د بريا او وتلو په پار هلته له طالب وسله والو سره مستقيمې خبرې وکړي. نيويارک ټايمز په دې اړه ډېر مالومات نه وو ورکړي، چې دا خبرې به کله، چېرته او د کومو کسانو له خوا پيل شي.
د نيويارک ټايمز د راپور په اړه د هېواد د سولې عالي شورا مثبت غبرګون وښوود او د دغه اقدام هرکلی او ملاتړ يې وکړ.
بیا له بلې خوا د امريکا متحدو ايالتو د بهرنيو چارو وزارت وياندې د نيويارک ټايمز دغه راپور رد کړ او له طالبانو سره د سولې خبرې د افغان حکومت صلاحيت ياد کړ. افغان حکومت هم د نيويارک ټايمز د راپور په اړه منفي غبرګون وښوود او د سولې خبرې يې د ولس او حکومت حق وبله.
دا چې له طالبانو سره د امريکا د مستقيمو خبرو په اړه د نيويارک ټايمز راپور څومره رېښتنی دی او څومره نه؛ او يا دا چې په دې اړه د امريکا اراده څه ده، بېله موضوع ده. خو که چېرې امريکا له طالبانو سره د مستقيمو خبرو رېښتنی هوډ ولري، نو درې ستر چلنجونه به يې پر وړاندې وي له درېيو پيچلو حقوقي، سياسي او ولسي اړخونو سره به مخ شي.
۱- ولسي اړخ: ملي حاکميت په ولس پوري تړاو لري او افغان ولس د هغه هرې کړنې مخالف دی، چې له دوی څخه دغه ملي حاکميت اخلي. له طالبانو سره د امريکا مستقیمې خبرې په ښکاره د امريکا د اشغال په مانا ده او په دې سره به امريکا د افغانستان ملي حاکميت په لاس کې واخلي. د امريکا او طالبانو ترمنځ به د سولې خبرې د افغان ولس لپاره برخليک ټاکونکې وي او دغه برخليک به د طالب او امريکا په لاسونو افغان ولس ته ورکړل شي. په ټول اکثريت سره افغان ولس نه د طالب ملاتړ دی او نه هم د امريکا په شتون خوښ دی.
۲- سياسي اړخ: حکومت هر وخت دا چيغې وهلي، چې له طالبانو سره بين الافغاني مذاکرات کوو، د افغانانو او افغان حکومت په مشرۍ به له وسله والو مخالفينو سره خبرې وشي او له طالبانو سره د سولې خبرې به په بشپړ ډول د افغان حکومت په لاس کې وي. اوس که چېرې امريکا له طالبانو سره خبرې پيل کړي، نو د حکومت شتون تر پوښتنې لاندې راولي او په ګڼ شمېر د حکومت دننه او له حکومت بهر سياسيون به دا اجازه ورنه کړي، چې امريکا سياسي واک طالبانو ته ور تقسيم کړي.
د طالبانو او امريکا ترمنځ مستقیمې خبرې د افغانستان د مستقیم يرغل په مانا هم کيږي، نو که اوس حکومت د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي، بيا شونې ده چې حکومت د امريکا پر وړاندې هم سنګر ونيسي.
حقوقي اړخ: تر ټول ډېر کړکېچن او ستونزمن اړخ يې حقوقي دی. د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې په مستقيمو خبرو کې به طالبان د اساسي قانون د تعديل غوښتنه وکړي، نو دغه قانون به څوګ تعديل کړي؟ آيا امريکا به د افغانستان لپاره بل اساسي قانون له طالبانو سره يو ځای جوړ کړي؟
د دوی د خبرو ترمنځ ښايي د طالب زندانيانو د خوشي کېدو خبرې رامنځ ته شي، نو امريکا کولی شي چې د افغان حکومت له زندانونو څخه طالب بنديان ازاد کړي؟
د طالبانو او امريکا مستقيمې خبرې به د لسګونه تړونونو د لاسليک ډکې وي، نو دا شونتيا لري، چې امريکا د افغانستان پر ځای سياسي هوکړو او تړونونو ته دننه شي او د افغانستان استازېتوب وکړي؟
لنډه دا چې، د امريکا او طالبانو ترمنځ مستقيمې خبرې له ديني، حقوقي، سياسي او ولسي اړخونو بريا ته نشي رسېدلی او حتا دا چې د پيل هېڅ ډول شونتيا يې امکان نه لري. د امريکا دا ډول تمايل او د طالبانو لېواليتا بله سياسي لوبه ده، چې پايلې به يې ناوړه وي.