سر به مې بايلی وي خو ننګ مې لا بايللی نه دی
توره مې زنګه نه ده شرنګ مې لا بايللی نه دی
لږ انتظار دی ستا دعرش دمنارو حکـــــــــــــم لــه
وخت غړبوجن يم ګني جنګ مې لا بايللی نه دی
ترينه تاويږم که هر څو مې وزرونــــــــــه سوزي
زړه دافغان خوی دپتنګ مې لا بايللی نه دی
په سندوسي جامو کې خاندي پسرلي دقدرت
نکهت راخور يمــــــــه لونګ مې لا باللی نه دی
شم بــــــه وږمــــــــــــه په ترنم دسباوون زيري ته
خو شپه اوږده ښکاري پلنګ مې لا بايللی نه دی
په بيلتانه کې دې پوخته کړم عشقه دادې منم
مشر به يم بې شک خو رنګ مې لا بايللی نه دی
نن يې پر شنډو ژبه راښکلـــــــــه چې اخ کاروانه
د وينو غوړپ غواړم قلنګ مې لا بايللی نه دی
نور علي شاه کاروان
متحده عربي امارات ابوظبي
وروستي