ته چې پر بم والوځې ګرانه خوسته
لكـــــه يتيم ژاړم جانانـــــــه خوسته
ته خـــــــود بم الـــــــوځوالو نه يې
زمــــــا جنته ګلستانه خوســــته
تا نه سر ټيټې دوښمانان تللي دي
زما توريال اوقهرمـانه خوســــته
نن خو دبيا له تنه وينې څاڅـــــي
په غـــــم د واړه مسافر ژاړيږې
چې دمسجداو هم ممبر ويران دى
نن په خوستيانو دى محشر ژاړيږې
ددې حالاتو برداشت نه لرې څوګ
په داسې حال دې سمه غر ژاړيږې
دامې ايمان دامى ضمير نــــه مني
چې رقيبان ستا په كوڅو كې ګرځي
ماتې به وخورې دا ناولی رقيب
كه څو جهازو او په ټانګو كې ګرځي
همدې رقيب ته به سر ټيټ نه كړمه
تر څو چې وينه مې رګو كې ګرځي
دستا دخټو تيږو وران يو ديوال
زه په پاريس او خــــــتن نه وركوم
دستا دهر كلی اوهــــر يو چينار
په امـــريكا او لندن نه وركــــــوم
دستا د وچو غرو يوه لويشت ځمكه
دټول جهان پــــــه چــــــــمن نه وركوم
نو دمامڼو او ګورګورو خوســــته
ډير ېې ياديږې ستا ګردو ته سلام
اې دپټاؤو او مـــــــزرو خـــــــوســــته
ستا چهار چاپيره دنګو غرو ته سلام
زه ستا خوستى درپسې ژاړم مــــدام
دستا سپيرو خـــــــــاور ايرو ته سلام
سيد كريم خوستى
غفور زي لكڼوال ته ډالۍ
وروستي