د طالبانو سره د امریکا د مخامخ خبرو نڅوړ او نتیجه به څه وي؟

د قطر پلازمینه دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی ښاغلی سهیل شاهین رسنیو ته ووییل: "دوي د امریکا سره مخامخ خبرو ته چمتووالی نیسي." نوموړي دا اعلان د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ښاغلي ټرمپ د هغه حکم څخه وروسته وکړ په کوم کې چې پرون د جولای په ۱۵ مه نیټه د امریکا او طالبانو د مستقیمو خبرو یادونه شوې وه.

مونږ پرون ماښام د دوي د مخامخ خبرو نوی خبر له نیویارک ټایمز څخه په لنډه توگه وژباړه او د سولې د ملي جبهې د فیسبوک پاڼې له لارې شریک شو.

د دغه خبر د ښې بدرگې سره سره د بیلابیلو سیاسي مفکورو درلودونکو افغانانو په همدې یوه پوښتنه ډیر لنگر اچولی چې د دغو مشخصو خبرو نتیجه به څه وي او بیا به څه کیږي؟

د اوږدې مودې په ستراتیژۍ کې د طالبانو سره د امریکا مخامخ خبرې په افغانستان، افغان حاکمیت او زموږ په سیمه همدومره اغیزه لري څومره چې زموږ په هیواد د امریکا او ناټو یرغل درلوده.
په دې ټول ښه پوهیږي چې ننۍ امریکا پرونۍ امریکا نه ده او اوسني طالبان پخواني طالبان نه دي. د ښاغلي ټرمپ په راتگ سره د امریکا نړیواله تگلاره کې داسې حیرانوونکي بدلونونه راروان دي چې پخو پخو امریکایي سياستوالو یې تصور نه کاوه وروستۍ نمونه یې پرون په هیلسنکي کې د ناټو څخه د امریکا د وتلو گواښ، بل مثال يې د شمالي کوريا د جمهور رئیس کیم جون هونگ سره په سينگاپور کې تاريخي ناسته او ننۍ بیلگه یې د افغاني طالبانو سره د مخامخ خبرو پیلیدل دي.
همداسې اوسني طالبان د هغه پخوانی کندو څخه راوتلي په کوم کې چې به یې ډهول، رباب، ستار یا منگي ته د مرگ سزاگانې اورولې. د نن ورځې طالب نه یوازې په نوې ټیکنالوژۍ مبارزه کوي، بلکه د نړۍ د سترو دولتونو لکه روسيه، چين، ايران، پاکستان او نورو هيوادونو سره د شریکو گټو او شريکو هدفونو په پیوندونو ځانونه پيوندوي.

په دې خاطر د امريکا او طالبانو مخامخ خبرو پیلیدل په حقیقت کې د افغان لانجې د حل په وړاندې د هغو مهمو خنډونو له مینځه وړل دي چې په ډیرو یې افغانان او د سیمې دولتونه اتفاق لري او په یو شمير یې یو د بل سره د اختلاف درلودونکي دي.

د خبرو شروع کیدل د بل هر شي پر انډول مهم دي او دا نوښت چې د ټرمپ غوندې مشر نه وای بل چا نه کاوه. د طالبانو او امريکا مستقیمې خبرې به بیل بیل پړاوونه ولري او هره مرحله به یې نه یواځې ستوغه وي بلکه په دې خبرو کې به وار په وار ټول هغه اړخونه راننوځي چې په يو يا بل ډول د افغان کشالې سره تړاو لري.

تر ټولو اساسی خبره دا ده چې د خبرو د پیل څخه تر پاي پورې د افغانستان خلک خپل استازیتوب پخپله وکړي.

څنگه چې امریکایي ديپلوماتان وايي امريکا او ناټو د طالبانو سره په هغو ټولو مسائيلو د شرطونو څخه پرته خبرې کوي چې په دوي پورې اړه لري. د افغاني ټولنې جوړښت او د ديپلوماسۍ د منل شوي معيار سره سم طالبان هم باید د امريکا سره خبرې د هغو مسائیلو څخه شروع کړي په کومو کې چې د دوي او امريکا گډون ټاکونکی دی. مثلا په لومړي گام کې د تور لیست څخه د هغو طالبانو د نومونو ایستل چې د امریکا او طالبانو په خبرو کې د طالبانو د هیئت غړي وي.

د خبرو د چټک پرمختگ لپاره خپلمنځي باور او سوله ايز چاپیريال خورا زیات ارزښت لري.

د امریکا او طالبانو راروانې خبرې په هيڅ صورت باید د ۲۰۰۱ کال د بن د غميزې تکرار نه وي. په دې مانا کله چې په امریکا او طالبانو پورې د اړوندو مسائیلو پړاو تیریږي او د افغانستان د ملي مسائیلو پر سر د خبرو بېلې بېلې مرحلې پیلیږي نو په دې ناستو کې دې د افغاني ټولنې د هغو ټولو طبقو او قشرونو د استازو شتون ضروري دی چې د افغانستان په خاورې او خټې پورې اړه لري. که چېرې دا خبرې د بن د کنفرانس غوندې افغانان په داسې حالاتو کې واچوي چې څه یې د غرونو ختلو او څه یې په ښارونو کې د اوسپنیزو دیوالونو په منځ کې د حکومت کولو لپاره ساتل کیږي د داسې خبرو څخه نه خبرې ډېرې ښې دي.

د افغانستان د اوسنۍ جگړې د پیلېدو څخه لږ وروسته د ملگرو ملتونو موسسه هم دې بحران ته راکش شوه، غوره به دا وي چې د راتلونکو احتمالي خبرو په پیل او تنظیم کې نوموړې اداره ونډه ولري.

څومره چې د افغانستان څخه د ټولو او هر ډول باندنیو منظمو او غیر منظمو وسله والو وتل اړین دی، د هغې څخه زیات د افغانستان د ملي خپلواکۍ تامين او ساتل ضروري کار دی. د افغانستان په کورنیو چارو کې زموږ د ځینو گاونډیو هیوادونو او ځینو اسلامي دولتونو د لاسوهنې د پوره بندیدلو لپاره نړیوال اجرایي تړون زموږ د اوسني موقعیت ځانگړې غوښتنه ده.

سره د دې چې امریکا او طالبان دواړه پوهیږي چې د خبرو لپاره څه ډول پلاوی جوړ کړي موږ فکر کوو که طالبان د طالبي هيئت پر ځای په يوه ملي پلاوي سوچ وکړي او د هغې مشري وکړي دا کار به هر اړخیزې گټې ولري.