په همدې ورځ؛ خو له نن څخه ۴۵ کالونه وړاندې

په همدې ورځ؛ خو له نن څخه ۴۵ کالونه وړاندې
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
نن د چنګاښ (سرطان) د مياشتې ۲۶ مه نېټه ده. په همدې ورځ (د چنګاښ ۲۶ مه) په افغانستان کې د تل لپاره د مطلقه واکمنۍ او شاهي نظام رېښې او اساس له منځه لاړ. په ۱۳۵۲ لمريز کال کې د چنګاښ په ۲۶ مه نېټه سردار محمد داوود خان پر خپل تره زوی او د وخت پر پاچا محمد ظاهر شاه کودتا وکړه او واک یې ترې واخېست.

د افغانستان په معاصر تاريخ کې او په ځانګړي ډول سره په اوسني وخت کې، پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه او پخوانی لومړنی ولسمشر سردار محمد داوود خان د قدر او درناوي ځای لري. ډېر داسې کسان شتون لري، چې هم محمد ظاهر شاه ته د ملت بابا وايي او سردار محمد داوود خان د افغانستان د بنسټېزې رغونې سرلاری يادوي.

اوس پوښتنه دا ده، چې کله محمد ظاهر شاه او سردار محمد داوود خان د افغانستان د تاريخ وياړلي نومونه او څېرې دي، نو بيا ولې د چنګاښ د ۲۶مې کودتا؟

لومړی خو د کودتا نوم په خپل مفهوم تر ډېره منفي څه لېږدوي. د کودتا د نوم په اورېدو سره د خلکو ذهنونه له جګړې، ويرې، وژنې، زور او نورو څخه ډکیږي. خو د چنګاښ د ۲۶ مې کودتا د نړۍ په تاريخ کې د شوې کودتاګانو سره په ژور توپير کې ده او په همدې اساس ورته سپينه کودتا وايي، چې هېڅ ډول جګړه په کې رامنځ ته نه شوه او نه هم وينه په کې وبهېده.

پر محمد ظاهر شاه باندې د سردار محمد داوود خان د کودتا په اړه به مو؛ ډېر کتابونه لوستلي وي او له مشرانو به مو اورېدلي وي. د سردار محمد داوود خان د کودتا لومړی او اساسي لامل دا وو، چې د محمد ظاهر شاه او سردار محمد داوود خان هغه پلانونه سر توپيري وو، چې د افغانستان د رغونې او ثبات لپاره يې درلودل.

محمد ظاهر شاه ارامه سړی وو، محافطه کار وو، د سيمې او نړۍ په چارو کې يې تر ډېره بې طرفي غوره کوله، چې ښه بېلګه يې دويمه نړيواله جګړه ده. د محمد ظاهر شاه دغه سياست او پالېسي لامل شوه، چې نوموړی د ۳۹ کالونو لپاره په واک کې وساتي، خو افغانستان يې له هغه کاروان څخه شا ته پرېښود، په کوم کې چې نورې نړۍ او ګاونډ هېوادونو ډېر تيز مزل وکړ.

له بلې خوا، سردار محمد داوود خان سخت دريځ لرونکی سړی وو، د سمونې او پرمختګ لېواله وو، د بنسټېزو بدلونو لېوالتيا يې درلودله او له کار سره يې مينه بې حده وه.

د سردار محمد داوود خان همدغه ځانګړتياوې لامل شوې چې د محمد ظاهر په پاچهۍ کې هم له خپلو دندو ګوښه شي، استعفا ورکړي او په پايله کې يې خپل تره زويه له مخې لېرې کړ او کودتا يې وکړه.

د سردار محمد داوود خان خان په شخيصت کې داسې څه نه شو پيدا کولی، چې يا يې له افغانستان سره مينه نه وه او يا يې هم نورې ناوړه موخې درلودلې، يانې سردار محمد داوود خان د افغانستان لپاره يو آيډيال ولسمشر وو، خو په خپله د سرطان د ۲۶ مې کودتا يوه سياسي تېروتنه وه. دغه سياسي تېروتنې هم د سردار محمد داوود خان ليدلي خوبونه په اوبو لاهو کړل او هم يې افغانستان په غېرې مستقيم ډول د ناخوالو مل هېواد کړ.

د سرطان په کودتا سره افغانانو د بغاوت چل زده کړ، د سرطان په کودتا سره افغانانو پردۍ پالنه او د خپل هېواد خرڅونه زده کړه او د سرطان په کودتا سره افغانستان ته د سيمې او نړۍ لاسونه را ورسېدل.

د سرطان کودتا د مثبتو موخو لپاره د يو کلک او ثابت نظام د ماتېدلو په مانا وه. د سرطان له کودتا؛ د ثور کودتا وزېږده، د مجاهدينو چور او وحشت د جهاد په نوم په افغانانو مسلط شو، طالبان يې راوستل، امريکا او غربي نړۍ يې د افغانستان خريداره کړه او بلاخيره چې د افغانستان نننی بحران يې راته په ميراث پرېښود.

په اخر کې بيا هم يادونه کوم، چې زما په شمول د اکثريت افغانانو لپاره د محمد ظاهر شاه او سردار محمد داوود خان شخصيتونه لوړ او درناوي وړ دي. خو دا بايد هير نه شي، چې د محمد ظاهرشاه ۳۹ کلنې واکمنۍ افغانستان ته ډېر سست حرکت وکړ او ورپسې سردار محمد داوود خان په کودتا سره له لسيزو ارامتيا وروسته د افغانستان ارامتيا ته ټکان ورکړ. زه دواړو ته سياسي تېروتنې وايم، چې بايد نه وای شوي.