
روهي (درې نۍ/۲۶ د چنګاښ)، د اندونيزيا په (سورونګ) نومي سيمه کې ځايي اوسېدونکي ۳۰۰ تمساح په چاړو او نورو وسايلو وژلي دي.
دغه خلک هغه وخت د تمساح ګانو پر وړاندې په غوسوه شول، چې د همدې سيمې يو اوسېدونکي په خپلې کروندې کې د تمساح له خوا ووژل شو.
پوليس هم مني چې د سورونګ کلي خلکو په سلګونه تمساح وژلي او دوی هڅه وکړه چې د دوی د دغه کار مخنيوی وکړي، خو خلک قهريدلي او خپل کار ته يې دوام ورکړ.
په اندونيزيا کې هر کال په زرګونه تمساح ګان له غرنيو او اوبيزو سيمه څخه د اوسېدو سیمو ته راځي، چې د خلکو د وژل او نور زيان سبب کيږي.