
موږ نه یوازی یوه د جګړې نه وروسته جګړه ځپلې ټولنه یو، بلکې د ۱۹۷۸ زکال کال راپدیخوا د یو لړ سیمه ییزو، او جهاني قدرتونو د نیابتي جنګونو ډګر او د دوو ګاونډيو هیوادونو له لوري د نا اعلان شوي جنګ سره لاس او پنجه نرموو. اوږدې جګړې زموږ فزیکي شتمني تخریب کړې او کابو له نیمی پېړۍ راپدیخوا د مغزونو له فراراو تیښتې سره لاس او ګریوان یوو.
جګړې د نارینه وو او ښځینه وو ترمنځ د شمیر، تعلیم او کاري فرصتونو په اړوند طبعي ټولنیز انډول له منځه وړی، د افغاني ټولنې دودیز جوړښت که په بشپړ ډول لمنځه نه وي تللی، سخت زیانمن شوی دی. په ۱۹۹۱ زکال کال کې د دولت سقوط نه یوازې د افغانستان د اداري سیستم د فزیکي تخریب باعث شو، بلکې په ټولنه کې کلتوري او اخلاقي انحطاط هم رامنځ ته شو او د قانون حاکمیت له منځه ولاړ.
د نیمې پېړۍ دغه انکشافاتو زموږ په سیاسي، اقتصادي، تعلیمي او کلتوري ودې منفي اغیز کړی او اوس موږ د ژوند په هره برخه کې یوه غیرعادي ټولنه یو. زموږ په بشري جوړښت کې یوې خوا د نارینه وو په تناسب د ښځو شمیر ډیر لوړ دی او د بلې خوا د جنګ او ترور په نتیجه کې هره ورځ زموږ ځوانان قرباني کیږي، د کونډو او معیوبو هېوادوالو شمیر هم زیاتیږي چې دغه ظالمانه وده زموږ بشري جوړښت نور هم نا انډوله کوي. همدا اوس افغاني ټولنې ته ممکن د یو میلیون نه زیاتې کونډې او ددغه شمیر نه زیات یتیمان ورپه غاړه وي. د دې ودې ټول اقتصادې، کلتوري او روحي بار او فشار د ښځو په اوږو پروت دی. غربت، وروسته پاتې قبیلوي ذهنیت او کلتوري محدودیتونو د ښځو ژوند، د حرکت ساحه، تعلیمي او کاري فرصتونه او په مجموع کې د ښځو لپاره شرایط نور هم محدود کړي.
ددې حالت نه وتل، د یوویشتمې پیړۍ د غوښتونو سره په سمون، په اقتصادي لحاظ په ځان بسیا، په کلتوري لحاظ با زغمه، متمدنه او په سیمه کې د یوې سیالې ټولنې جوړول دقیق فکر، لنډمهاله، منځ مهاله او اوږدمهاله پلانونو او د توپیر نه پرته د هر افغان استعداد او انرژۍ ته ضرورت لري.
ښځې د افغانستان له نیمايي نه زیاته برخه نفوس جوړوي، په پریکړو او د ژوند په هره برخه کې ددوۍ د پراخ حضور نشتوالې نه یوازې زموږ ټولنه بدرنګه کوي، بلکي موږ په اوسنيو جنجالونو او ستوزو کې ښکیل ساتي. نو په پالیسۍ جوړونه، سیاسي، اقتصادي او کلتوري پریکړو کې د ښځو فعالې او متناسبې ونډه ته اړتیا لیدل کیږي او موږ ددغه ضرورت د رفع کولو پرته د اوسني حالت نه شو وتلی.
ما په خپل ټول فعال ژوند کې په مجموع کې د ښځو او په تیره بیا د کونډو او هغوۍ ته د ورپه غاړه یتمیانو د لاسنیوني او حقوقو د اعادې لپاره هلې ځلې کړې. په راتلونکې ولسي جرګه کې به په پالیسۍ جوونه کې د ښځو د ونډې لپاره هلې ځلې زما د کاري پروګرام عمده برخه وي. زه به په راتلونکې ولسي جرګه کې د یوې متمدني، په ټولنیز عدالت ولاړه، په اقتصادي لحاظ په ځان بسیا او په سیمه کې د یوې سیالې ټولنې د جوړونې لپاره مبارزه کوم. په دې برخه کې ستاسي رایې او همکارۍ ته اړتیا لرم.