دهغه څيزونو نه چي اسلام حرام کړيدي اوډير سخت ورته ګوري رشوت دي.
رشوت، ورکول دمال هغه چا ته چي فيصله کوي که يي غوښتنه وکړي يا نه ،اودا حرمت په هغه صورت کې ډير سخت دي چي يو سړي ورباندي حق باطلوي ،يا باطل نه حق جوړوي او يا ورباندي په يو مظلوم ظلم کوي.
ابن عابدين رحمه الله په خپله حاشيه کې ليکي ژباړه (رشوت هغه دي چي يو شخص يي حاکم اوقاضي يانورو ته ورکوي چي دده لپاره فيصله وکړي اويايي هغي فيصلي ته مجبور کړي چي دده په طبعه وي) نو ددي تعريف نه معلوميږي چي رشوت عام دي که مال نغدي يا کوم جنس وي خو چي دهغي په وسيله دغه سړۍ اختيار حاصل کړي اوفيصله دده په طبعه يا دده دفائدي وشي.
او دحاکم نه مقصد هر هغه څوک چي درشوت ورکونکي کار ورته بند وي که قاضي وي يا کوم ماموروي يا کوم رئيس وغيره وي .
رشوت دکبيره ګناهونو نه دي چي الله پاک په خپلو بندګانو حرام کړيدي او جناب رسول الله صلى الله عليه وسلم لعنت وايي پر هغه چا چي دالويه ګناه کوي ، نو واجب دادي چي سړي تري وويريږي او ځان تري بچ کړي، او دمسلمان دا ذمه واري ده چي نور مسلمانان ددي لوي ګناه څخه وويروي ،ځکه چي دايو لوي فساد دي،لويه ګناه ده،اوډير بدعواقب لري او رشوت دهغه ګناهونو اوزياتي څخه دي چي اله العلمين تر ي خلک منعه کړيدي ژباړه ( ديو بل سره کومک کوي په نيکو اوپرهيزګاري او کومک مه کوي په بدۍ او زياتي) مائده (٢).
همدغه رنګه الله پاک خپل بندګان لدي هم منعه کړيدي چي ديو بل مالونه په ناسمه او باطله طريقه مه خوري ژباړه ( اي دايمان والاو مه خوري مالونه ستاسو تر خپل مينځ په ناسمه طريقه ) نساء (٢٩) بقره (١٨٨).
او رشوت دمال خوړلو تر ټولو بده او ناسمه لار ده ځکه چي دا پر دي مقصد ورکولي شي چي سړي له حق لاري واړوي. او درشوت دري واړه غړي چي عبارت دي له ورکونکي،اخيستونکي او رابطه جوړونکي په دي لويه ګناه کي يو شان شامل دي لکه چي پيغمبر ص فرمايي ژباړه (الله لعنت فرمايي په رشوت اخيستونکي، ورکونکي اوددوي ترمنځ ګرځيدونکي باندي) نو دالله دلعنت نه به کوم لوي عذاب او بدبختي وي چي سړي پري اخته شي. او هرکله چي لعنت دالله پاک له طرفه پر چا وويل شي نو علماء کرام فرمايي چي مراد تري د الله پاک له رحمته ليري والي وي الله پاک دي مونږ تري په خپل رحم کرم اوساتي. درشوت اخيستونکي
په اند ده خو ګټه وکړه نه پوهيږي چي دالله پاک له رحمته لري وته ده ته او دده فاميل ته الله پاک روغ صحت ورکړيدي شايد چي الله پاک يي ناجوړه کړي اودغه رشوت تري په دارو درملو ولاړشي يا نور مصيبتونه ورته مخه کړي نو بيا هغه کيسه شوه چي هندو ستړي خداي ناراضه ، او رشوت خور به څنګه ښه شي چي دمظلومانو او دهغه بيچاره ګانو خيرا ورپسي وي چي په خپل حق تري دکرزي نوکران اومفسدين هم رشوت غواړي ديو ملګري کيسه را په ياد شوه وايي دخپل کور چي په ارزان قيمت کي دي قواله مي جوړه وله پروسيژر مي شروع کړه تردي چي يوي اداري ته چي په شهرنو کي وه ورسيدم هلته يو انجنير راته دوريځو غرونه جوړکړه اخر داچي درشوت غوښتنه يي وکړه چي پنځه زره افغانۍ راکړه ما څه ورته وويل چي زه يو غريب ماموريم دري زره افغانۍ تنخوا لرم څرنګه کولي شم چي تاته ديوي نيمي مياشت تنخوا درکړم زما ماشومان به څه خوري تردي چي پدي ټيل مټال کي غرمه شوه او ددغه کافر په زړه کي هيڅ رحم رانغي او زه يي له دفتره راوويستم ديو څه ځنډه پس بيرون راووت چي يو بل دفتر ته تلو نو ما بيا ورته سوال زاري وکړي اخر داچي زما په تالاشۍ يي شروع وکړه زما په جيبونو کي يي يو زرګون او پنځه سوه پاکستانۍ کالداري راوويستلي هغه يي په خپل جيب کي واچولي اوپه روانه روانه يي خپل قيمتي لاسليک لکه دګل په قواله جوړ کړه او نصيحت يي راته وکړه چي نورو انجنرانو ته ووايه ده رانه هيڅ وانغسته داخو ده ته هيڅ وو خو ماغريب ته لکه دميګي يو څاڅکي درياب وو چي له امله يي زه له شهرنو تر باغ علي مردان په پخو ولاړم کرايه هم راته پاتي نه وه.اوس قضاوت په تاسو چي رشوت خور به دالله درحمت نه ليري نه وي برسيره پردي درشوت خوريو عمل هم نه قبليږي که فرضي وي او که نفلي ځکه رشوت خوړل حرام دي او رسول الله فرمائي کله چي يو سړي دحرامو يوه مړي وخوري نو څلويښت ورځي يي عبادت نه قبليږي پاتي شو هغه څوک چي ټول درشوت او حرامو جوړ وي همدغه رنګ نبي اکرم فرمايي ژباړه (هر هغه غوښه چي حرام او رشوت يي جوړه کړي نو دجهنم اور ورله
بهتر دي ) نن ورځ چي زمونږ کوم بد حال دی دا هم ددي رشوتونو مردم ازاريو سودنو له وجي دي او په دي باره کې رسول الله فرمايي ژباړه (نشته يو قوم چي په هغوي کي سود زيات شي الله پاک ورباندي ولګه او قحطونه راولي او هرکله چي پکي رشوت عام شي نو الله ورباندي ويره او رعب مسلط کړي) رشوت حرام دي او په حرام شي صدقه کول هم حرام دي او ان تردي چي يو سړي پردي ښه پوهيږي چي دا زما مال حرام دي او دي ورباندي فرضي عبادتونه کوي لکه حج وغيره نو حج خو يي ندي ندي قبول او شک دي په ديکي چي سړي کافر شوي نه وي ځکه چي رسول الله فرمايي ژباړه (الله پاک د ناپاکه سړي مونځ نه قبلوي او صدقه دحرام مال نه نه قبلوي ) ددي حديث لاندي محد
ثين ليکي چي يو سړي پدي پوهيږي چي زما مال حرام دي او قصداً ورباندي صدقه اوفرضي عبادت کوي نو داسړي کافر شو ښځه ورباندي طلاقه شوه او بچي يي حراميان دي.
هرکله چي دحرامو خوړلو په باره کي دومره وعيد راغلي دي نو بيا ولي مونږ ديو بل چا لپاره خپل خوګ ځان په وور کې واچوو حال داچي دا بچي به بياد ورځ په قيامت ستا ددي عمل نه بيزاره وي او وايي به درته چي پلار جانه دا ستا خپل عمل دي مونږ درته نه وو ويلي چي حرام او رشوت وکړه، ګرانو وطنوالو ايمان اسلام نيک عمل تر ټولو بهتر څيز دي او دا دومره هلي ځلي مونږ د همدي لپاره کوو چي اخره خاتمه مو په ايمان شي او نيک اعمال وکړو چي اخرت مو ښائسته شي هرکله چي دغه رنګ نه وي نو بيا دروپو ګټلو خو ډيري ناروا طريقي شته دي دغه رشوت خور چي داخرت طمعه نه لري دالله نه نه ويريږي نه له دغه ناروا طريقو ولي کار نه اخلي چي ډير حرام مال اوګټي او له دي مردم ازاري نه خلاص شي .
په اخر کي بايد دومره اووايم رشوت خورو دالله نه اوويريږي رشوت اخيستل يو لوي ظلم دي په مظلومو افغانانو او دمظلوم دخيراو او دالله پاک تر منځ هيڅ کومه پرده نشته لکه څنګه چي الله پاک فرمايي ژباړه (همدغه رنګ دي ستا درب نيول هر کله چي ديو کلي والا اونيسي او دوي ظالمان وي يقيناً ستا درب نيول ډير سخت دردناک دي ) همدغه رنګ رسول الله فرمايي ژباړه ( الله پاک ظالم ته وخت ورکوي ورکوي تردي چي راګير يي کړي نو بيا ورسره هيڅ قسم نرمي نه کوي ) نو ښه داده چي دا رشوت خواره دالله دنيولو مخکي توبه وکړي .
الله پاک دي ټول افغانان له دي بد عمل خلاص او اوساتي
مولوي رياض الله ( ساجد )
وروستي