
روهي (دوه نۍ/۲۵ د چنګاښ)، د امريا د متحدو ايلتو دونالډ ټرمپ او د رروسيې د ولسمشر ولادميير پوتين ترمنځ لېدنه نن، د فنلنډ په پلازمېنه هلسنکي ښار کې پيل شوه.
راپورونه وايي، چې څو شيبې وړاندې دواړه مشرانو مخامخ سره ولېدل او په يو شمېر عنواني موضوعاتو يې سره خبرې کړي.
د لېدنې له ټاکلي وخت څخه يو څه ځنډ ځکه رامنځ ته شوی، چې هلسنکي ښار ته ولسمشر پوتين الوتکه ناوخته راغلي او ولسمشر ټرمپ يې انتظار کولو. د ولسمشر پوتين په اړه ويل کيږي، چې عموماً د لېدنو پر وخت ناوخته کوي او مقابل لوری يې انتطار باسي.
د دغه لېدنې په اړه ولسمشر ټرمپ ډېرې هيلې نه لري او له دې وړاندې يې ويلي وو، چې نه پوهيږي، چې دغه لېدنه به کوم ډول پايلې ورکړي.