په بښنې: زرين تاريخ يې په مرداريو زرين کړ

څومره د خواشينۍ او افسوس خبره ده، هغه حکومت چې ځان د افغانانو لخوا منتخب بولي، پر بې ګناه افغانانو د هرې بمبارۍ څخه ناخبره وي او کله چې ټوله نړۍ ترې خبره شي بيا زموږ حکومت د تاييد سر وخوځوي او د پلټنې په پلمه د غلامۍ سترګې ښکته واچوي.
اې افغانانو! د تاريخ په زرينو پاڼو کې خو ځانونه دومره د غيرت او شهامت څښتنان بولي چې ټوله نړۍ درته حيرانه شي،‌ خو نن په عملي بڼه کې ستا د غيرت او شهامت دلايل همدومره بس دي چې له ۲۰۰۲ څخه تر اوسه پورې د امريکايي‌ وحشي يرغلګرو لخوا پر بې ګناه افغانانو څه ترسره کېږي او ته چې ځان روڼ اند او د افغانستان ستر باعزته افغان بولي پر دې ټولو بې عزتيو سترګې پټيوي. پر دې سربېره چې مخالفت يې نه کوي د دوی شتون د افغانستان د آبادولو او دافغانانو د امنيت لپاره ګټور بولي.
اې افغانه راشه چې يې ګټې وشمېرو:
۱- يوه يې ګټه دا ده چې په بګرام هوايي ډګر کې پر افغانانو جنسي تيري کېږي،‌ چې د نړۍ ګوټ ګوټ پرې خبر شو او ستا د تاريخ د غيرت او شهامت پاڼه پرې تکه توره شوه.‌
۲- دويمه ګټه دا ده چې په څومره بې عزتۍ او بې پتۍ سره ستا د هېواد ميرمنې د دغو وحشي ځناورو له خوا بې عزته کېږي او ته بيا د دوی شتون ګټور بولي.
۳- ستا د هېواد هغه سپين ږيری او بوډا چې د غيرت او شهامت لپاره يې خپل اولادونه ځار کړل او ټوله دنياګۍ يې ترې قربان کړې وه،‌نن د دغو وحشي يرغلګرو لخوا پرې جنسي تيري کېږي. نو لږ په ګريوان کې سرښکته کړه او ووايه چې ستا دا خبره چې افغانستان ته ډيموکراسي او د دوی شتون څومره ګټور دی. اې افغانه! که د غيرت نوم دې هم اوريدلی وي فکر نه کوم چې دا وزغمي،‌خو نه پوهېږم نن ولي دا هر څه په ډېره ا وچته غاړه مني. نه پوهېږم چې ستا په وجدان او ډيموکراسۍ کې دا هر څه ډیر عادي دي خو زموږ په اسلامي او افغاني وجدان کې له زهرو څخه ترخه او د دا ډول ژوند هره شيبه د مرګ له ځنکدنه سخته ده.
۴- بله ګټه خو يې دا ده چې د امريکا د بمبارۍ له پيله تراوسه وشمېره چې څومره بې ګناه‌افغانان، د ښځو،‌ماشومانو، سپين ږيرو او نورو بې وزلو په ګډون شهيدان شوي دي. لومړی په خپل وجدان کې سرښکته کړه او بیا دا جمله ووايه چې د امريکايانو شتون د افغانستان او افغانانو په ګټه دی.
۶- لږ فکر وکړه چې ستا هېواد د امريکا له راتګ څخه تراوسه پورې څومره پرمختللی دی او څومره امنيت په کې غښتلی دی.‌ ته فکر وکړه چې که ستا د هېواد پايتخت په سرور زرو سينګار شي خو ستا د هېواد ماشومان، ښځي او سپين ږيري د دوی له خوا بې عزته او بې پته کېږي او هره ورځ په داسې بې رحمۍ سره ووژل شي چې د ځناورو وحشي قانون ورته هم حيران شي، نو ته کوم يو غوره ګڼي همدا غوره ګڼي چې کابل دې پر بېلډنګونو ودان شوی.
۷- د امريکايي وحشي يرغلګرو ډېرې داسې زورونکي پېښي دي چې د نړۍ کفارو زړونه پرې درد کوي او په نړۍ کې ځينې کفار هم ددې غيرت لري چې دانسانيت په نامه يې د غندلو چېغه پورته کړي،‌خو ته چې ځان افغان او مسلمان بولي دا ټولې دردونکي‌پېښې په يوه پليته کلمه پوپناه کړي چې هغه ډيموکراسي ده.
 
په پای کې تر ټولو دردونکي‌ او له مرګ څخه سخته دا ده چې ته دمسلمان افغان په نامه د امريکايي وحشي يرغلګرو شتون ګټور بولي او پر دې ټولو نارواوو يې سترګې پټوي. دا د افغانانو لپاره تر ټولو زورونکی دی. چې واقعيت نه شي ويلی نو زموږ پر زخمونو خو مالګي مه دوړوه.‌
هغه مسلمان افغان چې د ځان له ويري چې ګوندي يې څوک ونه وژني له دې ټولو واقعيتونو سترګې پټوي هغه هم ښايي د منلو وړ وي، خو دا چې ځان د غیرت او شهامت شمله بولي، پګړۍ او شمله دې د تلويزون کمره نيولي وي. د جهاد ټوله ټيکه دې اخيستي وي، او ځان د افغانانو استازی بولي، نو ته او خدای چې په کوم وجدان او غيرت له دې ټولو ناروا کړنو څخه سترګې پټوي او دبې غيرته غلام په توګه ترې تېرېږي.‌
پای
صفي الله اوريا
۰۷۷۹۲۹۲۴۹۴