په نیمروز کې د تحصن خېمې غړي: له کله چې والي راغلی، د شپې ارامه نه یو ویده شوي

په نیمروز کې له تېرې ورځې راهیسې زرګونه ولسي خلکو د والي انجنیر سمیع په وړاندې د تحصن خېمه درولې ده. دوی وايي، له کله چې والي انجنیر سمیع نیمروز ته راغلی دی، د شپې ارامه نه دي ویده شوي.

دغه پرلت چې تېره ورځ په زرنج ښار کې پیل شو، زرګونه ولسي وګړي، علما، قومي مشران او ځوانان په کې برخه لري. دوی په خپلو شعارونو کې والي په فساد کې ښکېل ګڼي او وايي چې د نیمروزـــ کابل په لویه لاره د غیر قانوني ګمرک په جوړولو طالبانو ته نیمايي پيسې ورکوي، چې په نتیجه کې پر همدې پیسو د نظام په وړاندې جګړه کوي.

دغه پرلت وروسته تر دې پیل شو، چې کله د کمال خان بند پروژې (۱۷) سلنه پیسې نادرکه شوې، د (۳۸) ترورونو مجرمین په ګوته نه شول او په ښار کې د اوبو ناورین را منځه ته شو. پر دې سربېره د والي انجنیر سمیع او طالبانو تر منځ د ګډ نا قانونه ګمرک جوړېدل هم د دغه پرلت لامل دی، چې د ورځې درې ملیونه افغانۍ عاید لري وا د والي او طالبانو جېبونو ته ځي.

پرلتیان وايي، که ولسمشرغني نیمروز ته یاد والي له ښه نیت څخه را لېږلی وي، نو دا تحفه دې بېرته واخلي او مونږ ورته اړتیا نه لرو.