ولسمشر ټرمپ اروپايي ټولنې ته د خپلې دوښمنې خطاب کړی

روهي (دوه نۍ/۲۵ د چنګاښ)، د امريکا د متحدو ايالتو ولسمشر دونالد ټرمپ د سوداګرۍ په برخه کې اورپايي ټولنه خپله دوښمنه ياده کړې ده.

ټرمپ ويلي، چې دغه ټولنه له امريکا څخه کار او پيسې اخلي خو د ناټو سازمان مالي لګښتونو ته غاړه نه ورکوي.

ولسمشر ټرمپ په ځانګړي ډول له جرمني څخه يادونه کړې ده، چې د ناټو غړی هېواد دی، خو د همدې سازمان په مالي لګښتونو کې پوره همکاري نه کوي.

نوموړي له اروپايي ټولنې سربيره چين او روسيه هم په سوداګريزه برخه کې د امريکا د متحدو ايالتو دوښمانان ياد کړي دي.

د ټرمپ د دغه څرګندونو په اړه اروپايي ټولنې او غړي هېوادونو يې غبرګون ښودلی او دا ډول څرګندونې يې د اروپايي ټولنې د يووالي د پاشلو په مانا بللی.