په پاکستان کې تېره ورځ (ماتم) اعلان شوی

روهي (دوه نۍ/۲۵ د چنګاښ)، په پاکستان کې د ورستيو خونړيو بريدونه وروسته د دغه هېواد حکومت په ټول هېواد کې ماتم اعلان کړ.

وروستي خونړي بريدونه په ټاکنيزو ناستو او کمپاينونو تر سره شول، چې شااوخوا ۱۶۰ کسان په کې ووژل شول او ۲۳۰ نور يې ټپيان کړل.

په تېره اونۍ کې دغه خونړي بريدونه په پېښور، مستونګ او بنو ښارونو کې شوي، چې مسووليت يې داعش ډلې او د پاکستاني طالبانو تحريک په غاړه واخېست.

پاکستان په تېره يوه اونۍ کې له ځانمرګو بريدونو او چاودنو سربېره د سياسي اړو - دوړ شاهد هم وو. پخوانی لومړی وزير نواز شريف او د نوموړي لور مريم نواز هېواد ته په رادننه کېدو سره ونېول شول او پلويانو يې لاريونونه وکړل.