تلوسه

تلوسه
پوره شل کاله پس ما هغه ولیده د هغې د سترګو په تقدس کې لا تر اوسه د مینې پلوشې ځلیدې . دهغې ځواني لکه د مازیګر لمر په غر غړ وه ولې چې په ما یې سترګې ولګیدې نو اننګي یې لکه د مڼې الواني شو د هغې د زړه درزا د لرې نه اوریدی شوه د هغې سترګې د ناکامیو او مایوسیو یو خور اور کتاب وو سره لدې چې هغه د پیغلوکو لوڼو او ځلموټو ځامنو مور وه زما زړه یو درز ناره وکړه سر را باندې وګرځیده ،زما زړه ته کرکه اودریده هسې نه ددې ښځې لعنتونه او ښیرا مې د ژوند د ټال رسۍ ونه شکوي
هغه زما د لوبو ملګرې وه له کوچنیوالي راسې زه دهغې او هغه زما خوښه وه موږ عشق او مینه نه پیژنده خو بیا هم یو د بل نه بغیر به خفه وو . یو ناڅاپی آفت زموږ د خیالونو د جنت لمن له ازغیو نه ډکه کړه او چې زما شعو رازغي ازغي شو نو ما د هغې او ځان تر منځ د بیلتون یو غر ولاړولید.
ما په یوه نوې دنیا قدم کیښود د زمه واریو له یو دروند پیټی لاندې شوم . زما د ژوند شپې او ورځې بیخي بدلې شوې
که زه پوهیدای چې شته یوه داسې کیلي ده چې هره پټه خزانه به زما لمن کې وي . که زه پوهیدای چې پیغلې د ځلمیو په ځای شتو ته ودیږي ، که زه خبر وای چې غیرتي پښتانه خپلې لوڼې د سرو زرو په کنډه تلي ، که ما ته مالومه وای چې شته نامردان هم مردان کوي . بیا په تیره که زه دومره پوهیدای چې شته د جرګې مشران ،عالمان ، میا ګان او ملایان د حق په پټولو مجبورولی شي نو ما به هغې سره لوبې نه وې کړې خپلو هیلو او تلوسو زه ډېر څه ته لمسولی یم ما غوښتل چې د شتمنو دنیا د خپلې نیستۍ په زور له خپلو پښو لاندې کړم ولې دا را نه نشوه کیدای چې د یوې پیغلې د خوږ ژوند په نازک غمي کې د خپل نفس دپاره چاودی پیدا کړم بیا د غه ګل د بویولو نه وروسته د یو شتمن د ډالۍ لپاره پریږدم . ستا په لیدو مې د زړه ایره شوي اور کې بڅری بیا را تازه شو زړه مې ټکړې ټکړې کیږي خپلې هیلې مې بیا دردوی روح مې بیا په ویلې شوې سکه کې سوزي .
تا د خپلې مینې دپاره د خپل اوسني څښتن نه ښه ګڼلم تا زه د اوربل ګل جوړول غوښتم ما هم درته لافې وهلې چې د شیرینۍ د تر لاسه کولو د پاره به غر سوری کړم . دا هر څه منم خو ګوره په دې زما څه ګناه نشته ته خو زما نه ښه یې چې د ژوند د لارې یو ملګری خو دې پیدا کړ ولې زه د جهالت نیستۍ رواجونو او نورو ډیرو رنځونو په بندی خانه کې پروت یم د شتمنو نظام چې په کې د پاکو مینو د احساساتو لوټ مار کیږي لا تر اوسه سر ګر دانه ګر ځم . د مینې پاک او بې بها احساسات پدې د کان بدرنګ او بې قیمته ښکاري تلوسې د بیوسۍ په انګار سوزي . د پیغلو اوزلمیو ارزوګانې تش تور اسویلي شي . د شتمنو خونکار لاسونه زموږ فکرونه او آزادۍ سره یو خونړۍ لوبه کوي . د جهالت او نا پوهۍ په زنځیرونو زموږ ذهنونه تړل شو يدي ما ته ښیرا مه کوه ما ته ملامته مه وایه د ښیراوو او ملامتیا جوګه خو هغه ګټین زړونه دي چې زموږپه بر بادۍ کې خپله آبادي ویني .زموږ د جذبو او خیالونو په قاتلانو لعنت ووایه په هغو حرصناکو او دوکه بازو بد ووایه چې زموږ د ژوند غوټۍ د ګل کیدو نه مخکې ومروړي تر قیامته زموږ روحونه او وجودونه مرییا ن کول غواړي ستا د زړه درد او زما روح دومره اهمیت نلري
نه بد لیدونکي لاسونه له موږ نه چاپیره د اوسپنې یو داسې جال خپروی او ساعت په ساعت یې تار را کش کاږي چې بیا به زموږ د ځمکې د سینې نه شینکي نه ټوکیږي