
روهي (دوه نۍ /۲۵ د چنګاښ)، ټاکل شوې ده، چې د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ او د روسيې ولسمشر ولادميير پوتين به نن (۱۶ د جولای) د فنلنډ په پلازمېنه (هلسنکي) سره وګوري.
ولسمشر ټرمپ هيله ښوودلې ده چې دغه لېدنه به هېڅ کومه بد پايله ونه لري بلکې د مثبت بدلونونو لامل به شي.
ټرمپ په دې له اړه له رسنيو سره په خبرو کې ويلي،"زه له دغه لېدنه څخه ډېرې لوړې هېلې نه لرم. نه پوهيږم، نه شم کولی تاسو ته ووايم، چې پايله به يې څه وي. زما ويره دا ده هغه څه چې زه غواړم، خو نه پوهيږم چې پايله به يې څه وي."
له دې وړاندې ولسمشر ټرمپ په بروکسل کې د ناټو د سرمشرېزې ناستې په څنډو کې له خبريالانو سره ويلي وو، چې ولسمشر پوتين يې نه دښمن دی او نه هم ملګری؛ بلکې دوی د دوو هېوادونو مشران دي او له يو بل سره سيالان.