محمد نعيم كاكړ/كوئټه
ليدلى خو مى اوس يو نااميده خواب دى
كمبخته دا خو يو بدنصيپه خوب دى
پكښې جوړى كړى مى دى ډېرى خوشحالى
څه خبر چى په خوشحاليو كښې د د غم خوب دى
ناست د آشنا سره ومه ورسره كولى مى خبرى
څه رامعلوم چى دا خبرى هم د بيلتون خوب دى
ما خو ليده چى دا مينه ورځ په ورځ زياتيدله
اوس خو په مينه كښې دا د نفرت خوب دى
چى سترګىمى خلاصى كړى نو څه مى ليدل چى
دا خو په رښتيا يو دردمنه خوب دى
په وطن كښې مى ښكاره كيدل چى هر خواته كرارى ده
خو نعيم ته معلومه شوه چى دا يو بى مطلبه خواب دى
وروستي