په پاکستان کې د تېرې ورځې بريد، چې ۱۲۸ کسان يې ووژل، داعش ډلې يې مسووليت منلی

روهي (نۍ/۲۳ د چنګاښ)، د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د تېرې ورځې ځانمرګي بريد چې ۱۲۸ کسان يې ووژل داعش وسله والې ډلې يې پړه په غاړه اخېستې ده.

دغه ځانمرګی بريد د جمعې پر ورځ له غرمې وروسته د عوامي ګوند په ټاکنيزه ناسته شوی، چې د وژل شويو ترڅنګ يې ۱۵۰ ټپيان هم کړل.

د بلوچستان ايالت د کورنيو چارو وزير عمر بانګل‌زي هم، رويټرز خبري آژانس ته د ۱۲۸ کسانو د مرګ او ۱۵۰ نورو د ټپي کېدو خبر تائيد کړی دی.

په ياده ټاکنېزه ناسته کې شااوخوا زر نفر راټول شوي وو. د چارواکو په وينا چې په دغه ناسته بريد په تېر يو کال کې تر ټولو خونړی وو.

په ځانمرګي بريد کې د عوامي ګوند څخه د ټاکنو لپاره نوماند نواب‌زاده سراج ریساني هم وژل شوی دی.

په تېره يوه اونۍ کې په پاکستان کې دا درېیم بريد دی، چې د انتخاباتي مبارزو او ناستو پر مهال رامنځ ته کيږي.