نواز شريف او مريم نواز په راولپنډۍ کې ونېول شول او زندان ته واچول شول

روهي (نۍ/۲۳ د چنګاښ)، تېره د پاکستان پخوانی لومړی وزير نواز شريف او د هغې لور مريم نواز پاکستان ته په رسېدو په راولپنډۍ کې ونېول شول او بنديان شول.

دوی دواړه له لندن څخه دوبۍ لو بيا له دوبۍ څخه پاکستان ته اولتنه درلودله، چې لاهور ته له را رسېدو سره سم د امنيتي کسانو له خوا ونېول شول او د (اډياله) په نوم زندان ته واچول شول.

نواز شريف به په دغه زندان کې لس کاله او د هغې لور مريم نواز به هلته اووه د بند موده تيروي. د مريم نواز خاوند کيپټان صفدر له دې وړاندې نيول شوی او په زندان کې دی.

له نېولو کېدو وروسته، نواز شريف او د مريم نواز طبي معاينات تر سره شول او د نورو بنديانو غوندې، د بند جامې ور واغوستل شوې.

د محکمې د حکم په اساس دوی ته د سخت جېل سزا ورکړل شوې ده، چې نور بنديانو ته درس ورکول، په زندان کې د پاکوالی او پخلي کارونه او يا يو شمېر نورې کړنې د سختې سزا په نوم ياديږي.