په لاهور ښار کې د نواز شريف او مريم نواز د نېونې په پار، لس زره پوځيان ځای پر ځای شوي دي

روهي (جمعه/۲۲ د چنګاښ)، ټاکل شوې ده، چې د پاکستان پخوانی لومړی وزير نواز شريف او د هغه لور مريم نواز به نن له لندن څخه پاکستان ته لاړ شي.

د احتساب محکمې ډ پرېکړې په اساس به، نواز شريف او د هغه لور په پاکستان کې له ښکته کېدو سره سمدلاسه ونېول شي.

د پاکسان په لارهور ښار او د هوايي ډګر ترڅنګ لس زره پوځيان د دوی د نېونې لپاره ځای پر ځای شوي دي او په ښار کې وضعيت تر جدي امنيتي کنټرول لاندې دی.

د نواز شريف لور مريم نواز په ټولنيزو رسنيو ليکلي وو، چې دوی اوس د دوبۍ په هوايي ډګر کې دي او ژر به پاکستان ته الوتنه ولري.

په پاکستان کې يوې محکمې په نواز شريف لس کاله، پر مريم نواز ۷ کاله او د مريم نواز پر خاوند کپيټان صفدر د يو کال بند حکم کړی.