د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون؛ ولسمشر ټرمپ ته ليک لېږلی

د شمالي کوريا مشر کېم جونک اون د امريکا متحده ايالتو ولسمشر کېم جونګ اون ته يو ليک استولی او د نوموړي د وروستيو هڅو ستاينه يې کړي ده.

د دغه ليک په اړه ټرمپ تېره ورځ پر خپل ټوېټر ولېکل، "د شمالي کوريا د شمر له خوا ډېر ښه ليک رالېږل شوی، يو ښه پرمختګ پر لار دی."

په دغه ليک په يوه برخه کې کېم جونګ اون ولسمشر ټرمپ ته ليکلي، "زه په ژور ډول ستاسو د فوق العاده او انرژۍ لرونکو هڅو ستاينه کوم، چې د دوو هېوادونو د اړيکو د ښه والي لپاره مو تر سره کړې."

ولسمشر ټرمپ او کېم جونګ اون په تېر جون مياشت کې په سېنګاپور کې سره ولېدل، چې د اټومي وسلو پر سر راپورته شوې ستونزه يې تر ډېره د خبرو ميز ته رانېږدې کړه.