ټرمپ: پوتين نه زما ملګری دی او نه هم دښمن!

روهي (پنځه نۍ/۲۱ د چنګاښ)، د امريکا د متحدو ايالتو ولسمشر دونالد ټرمپ نن ورځ په بروکسل کې له خبريالانو سره په خبرو کې ويلي، چې د روسيې ولسمشر ټرمپ يې نه ملګری دی او نه هم دښمن.

نوموړي ويلي، چې زه امريکا هېواد مشر يم او ولادميير پوتين د روسيې؛ زه او هغه دوه ښه سيالان يو، نه دوستان او نه دښمن.

ټرمپ له خبريالانو سره په خبر کې ويلي، "ځيني وايي، چې هغه زما دښمن دی، نه هغه زما دښمن دی. ځيني وايي، چې زه او هغه ملګري وي، خو داسې هم نه ده. زه او هغه له ډېر وخت سره نه پېژنو، يوازې مو يو څو ځلې سره ليدلي دي. هغه مونږ د يو او بل سيالان يو."

ټرمپ هيله ښوودلې ده، چې يو وخت به د روسيې له ولسمشر ولادميير پوتين سره نېږدې ملګری جوړ شي.

د نړۍ د مشرانو په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې ډېر وخت خلکو ته ځکه جالبې وي، چې د امريکا پخواني هېڅ ولسمشر هم، داسې هم درېځ نه درلود.