استاذ يون ته

پر ما ګران دې محترم یون اسماعیل
چې لیکل يې تل ولاړ وي په دلیل
د ملت په غم کې تل دا غمخوار دی
د واړه زاړه افغان دې دوست، خلیل
چې صفت دی څومره وکړمه کم ښکاری
ستا د شان مخی ته هر څه دي قلیل
ستا غیرت دینی جذبه په کې څرګنده
یی کامل مومن ايمان دې په جلیل
کوم څاروی چه ستا د مرګ هڅه کاندی
راڅرګند به شی نړۍ ته لوی ذلیل
پاک الله به دې تل ساتې بهادره
مل به تاسره همیش وی جبراییل
د اسلام له نګاه هرڅه چه ته وایی
واړه درست دي اړتیا نشته د تاویل
ستا خبرې حرز جان د هر افغان دي
خو غلیم بیا پری زه ګورمه مليل
د رښتیا د اورید و توفیق يې نه وي
وي د خولې خوند یی خراب لکه علیل
چې پوهانو د افغان ته سپک کاته کا
خدای به دغه انسان سپک کړي له مندیل
دانسان له سترګو پری به وځی د اخلک
درجه کی له حیوان به شي ضییل
ذاکری چه لغتونه په پښتوکی عربی کا
په یوځل به دې ممکن کا مستحیل
 

مفتي ذاکرالله ذاکري په دوبۍ کې د الخلفان جومات امام او خطيب او د جامعه الازهر د دوبۍ د څانګې پخواني استاذ