نوکیا د چین موبایل کمپنۍ سره د 1.2 ملیارډ ډالرو معامله لاسلیک کړه

روهي (پنځه نۍ/ ۲۱ د چنګاښ)، نوکیا کمپنۍ د چین موبایل کمپنۍ سره د شبکې تجهیزاتو او خدماتو چمتو کولو لپاره د 1.2ملیارډ ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړ، ځکه دا کمپنۍ د نړۍ په دوهم لوی اقتصاد کې د لوړې کچې د ترلاسه کولو په لټه کې ده.

نوکیا کمپنۍ په يوه اعلاميه کې ويلي، چې فينلينډ کې د نوکيا کمپنۍ به د چين موبايل کمپنۍ سره ددغه يو کلني تړون په لړ کې د نړۍ په کچه د محصولاتو او خدماتو سره-سره د بيسيم او ثابت شوو شبکو پوښښ، د IP ادرسونو پلې کول او ځينو نورو ساحو ته پوښښ ورکوي، ترڅو دواړه شرکتونه وکولای شي، تر ټولو د لوړ او ښه کيفيت درلودنکي محصولات چمتو کړي.

چین موبايل کمپنۍ ويلي، چې سږکال به د تېر ۲۰۱۴ کال په پرتله د ګرځنده ټيليفونو د مشتريانو او کاروونکو کچه ۲۲ سلنه ټیټه وي.

نوکیا او نور ټيليفوني تجهیزات جوړونکي په وروستيو کلونو کې په مخابراتي صنعت کې له پانګوونې څخه رنځ وړي، ځکه چې کارمندانو د 4G شبکې رول پای ته ورساوه.