د يوه اته کلن ماشوم مور مري او پلار يې له بلې ښځې سره واده کوي. له ورځو نه يوه ورځ يې پلار ترې پوښتي: زويه! د خدای بښلې لومړۍ او اوسنۍ دويمې (ميرې) مور ترمنځ څه توپير وينې؟ ماشوم په خورا معصوميت ځواب ورکوي: لومړۍ مور مې دروجنه وه، خو نوې مور مې رښتينې ده.
پلار يې په حيرانۍ ترې بيا پوښتي: هغه څنګه زويه؟!
ماشوم: پخوا به مې چې کله مور په شوخۍ او شيطانت تر پوزې ورسوله، نو ويل به يې چې؛ که دومره شوخي او شيطانې کوې، نو بيا درته خواړه نه پخوم، خو ما به شوخۍ او شيطانۍ ته همداسې دوام ورکاوه. ددې هرڅه سربېره به مې خدای بښلې مور بيا هم راته خواړه پخول او په ناز به يې خوړلو ته رابللم. اوس چې د دويمې مور ترڅنګ کله شيطاني او شوخي وکړم، نو هغه وايي، چې که همداسې شيطاني او شوخي وکړې، بيا ډوډۍ نه درکوم. هو! نوې مور مې رښتيا وايي، پوره يوه ورځ کېږي، چې هيڅ يې هم ندي راکړي.
وروستي