مولانا د وينا ملک شخړه حل کړه!

سرچينه: DAWN.com
د پاکستان مشهورې فلمي څېرې وينا ملک په يوه تلوېزوني خپرونه کې تور پورې کړ، چې مېړه يې وهلې او د نوموړې سپکاوی يې کړی دی. وينا ملک په خپل مېړه اسد خټک د روان عيسوي کال د جنورۍ مياشت کې قضايي دعوه هم کړې وه.
د وينا ملک او د نوموړې د مېړه ترمنځ د شخړې د حل په موخه د ARY News يوه تلوېزوني خپرونه کې د پاکستان مشهور مفتي مولانا طارق جميل رابلل شوی و، چې د دوی ترمنځ روغه جوړه وکړي.
د وينا ملک د وينا له مخې؛ مېړه يې په مکرره توګه د بښنې غوښتنه کوي، خو نوموړې وايي چې د مېړه دوه کارونه به ونه بښي؛ يو دا چې زه يې وهلې يم او بل داچې ماته درناوی نلري. مولانا نه يوازې دا چې له وينا ملک يې خپل ملاتړ اعلان کړ، بلکې نوموړې ته يې وويل چې د ده رايه ورسره مل ده او ويې هڅوله چې خپل مېړه د يوه بل فرصت په ورکولو وبښي.
وينا ملک د مولانا پرېکړه منلې او ويلي يې دي چې نوموړې حاضره ده چې خپل مېړه وبښي، خو دا چاره په محکمه کې ترسره کېږي. همدا شان وينا ملک له مفتيانو او ملايانو يې غوښتي چې له اسد خټک څخه ورته ليکلی ضمانت واخلي، ترڅو په راتلونکي کې داسې تېروتنه تکرار نشي. اسد خټک د وينا ملک دغه خبره منلې او ويلي يې دي چې په ليکلې بڼه به ضمانت ورکړي.
همدارنګه مولانا د وينا ملک مېړه؛ اسدخټک ته ګوتڅنډه کړې چې بيا دا آغلې ونه ربړوي او بياځل ورته د نوموړي له خوا د ويناملک شکايت ونه رسېږي.
بل پلو وينا وايي؛ که بياځل يې مېړه داسې تېروتنه وکړي، نو لمر به له لوېديز راوخېژي، خو له هغه سره به اړيکه ونه رغوي!
وينا ملک له اسد خټک سره په 2013 کال کې واده کړی او دوه بچيان لري.
د يادونې وړ ده چې د ويناملک او د مېړه ترمنځ د شخړې د حل په موخه يو بل پاکستاني مفتي؛ مفتي نعيم هم ګوتڅنډه کړې چې ژر تر ژره له مېړه سره روغه جوړه وکړي.